په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا «یوناما» ویلي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د ښځو حقونه له پام لوېدلې دي. دغه بنسټ نن د «بشر حقونو نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د بشر حقونو د نړیوالې اعلامیې ریښتنی ارزښت په ګوته کوي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه کړې چې د هر افغان له حقونو څخه ملاتړ څرګند کړي.

یونامان زیاته کړې چې د سږني کال د بشر حقونو نړیوالې ورځې شعار هم پر «مساواتو» تمرکز کوي. د بشرحقونو نړیوالې اعلامیې د لومړۍ مادې پر بنسټ، ټول انسانان دې نړۍ ته ازاده راځي او د حیثیت له مخې برابر یا مساوي حقونه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز د برابرۍ اصل حیاتي وباله او وویل چې له ټولو بشري حقونو څخه د برخمن‌کېدو لپاره «مساوات» او  «تبعیض نه کول» مهم اصلونه دي.

ډیبورا لاینز پر اسلامي امارت غږ کړی چې د مساواتو اصل دې په افغانستان کې پر ورځني حقیقت بدل کړي. د نوموړې په وینا، د یاد اصل رعایتول د لوږې په له منځه وړلو، د ځوانانو لپاره د فرصتونو برابرولو او د یوه ښه چاپیریال د پراختیا لپاره اړین دی.

بل‌خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړې استازې د ټولنې د ټولو قشرونو د خوندیتوب په اړه د اسلامي امارت ژمنو ته په اشارې سره ویلي چې اسلامي امارت باید پر خپلو دغو ژمنو عمل وکړي.

ډیبورا لاینزهمدارنګه په وروستیو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو، حکومتي کارکوونکو، لاریون کوونکو، درسنيو د کارکوونکو، لږکيو او دبشري حقونو د مدافعینو د وژل کيدو، د هغوی پر وړاندې د تاوتريخوالي او جبري ورکیدو د معتبرو راپورونو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د یادې موضوع په اړه دې څېړنې وکړي او موندنې دې په ډاګه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام