د کابل ښار په یوه جومات کې نننۍ  چاودنې په کور دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مته نوډسن د دې چاودنې په غبرګون کې ویليپه ملکي وګړو وروستي بریدونه چې قومي او مذهبي اقلیتونه په نښه کوي په افغانستان کې د اندیښنې وړ  حالت ښیي. دا له نړیوال بشري حقونو قانون څخه سرغړونه ده او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانکړې استازولۍ یا یوناما هم د دغه برید په غبرګون کې ویلي، دغه برید د انسانانو ژوند او دیني مقدساتو ته سپکاوی دی او  د دوی ژوند په پام کې نه نیول دي. یوناما ویلي چې د چاودنې پر مهال د دوی دوه کارکوونکي هم په جومات کې موجود و او زیان یې لېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ
د
اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټویټر کې لیکليپه دې روژه کې دا ډول ظالمانه وژنېد هغو کړیو کار ده چې له اسلام او هېواد سره هېڅ تړاو نلري. اسلامي امارت د قربانیانو له کورنیو سرهژوره خواخوږي ښیي

د اسلامي امارت ویاند ټینکار کړی چې د دغه حنایت عاملین به ډېر ژر وپېژندل شي او مجازات به شي.

دغه راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د علاالدین په سیمه کې په یو ه جومات کې چاودنه غندلې او هغه یې د افغانستان د دښمنانو له خوا یو بشري ضد جنایت وباله.

د افغانستان پخواني جمهور رییس دا ډول بریدونه یوه دسیسه وبلله او د دې دسیسې د شنډولو لپاره یې دافغانانو شعوري اقدام او د ملي یووالي او پیوستون د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

د تېر حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په یوه جومات کې نننۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلې او پر جوماتونو، زیارتونو  برید یې د بشریت ضدجنایت او د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللی.

دا چاودنه نن د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سه راهيعلاوالدین سیمې په یوه جومات کې وشوه. د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدران سلام وطندار تهوویل چې په دې چاودنه کې  ١٠ کسان وژل شوي او ٣٠ نور ټپیان دي چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکيوګړي دي.

ځدران وایي، کشفي او امنیتي ادارو د يادې چاودنې په اړه جدي څېړنې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې شاهدان وايي، په برید کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله خوا کابل کې د ايمرجنسي روغتون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پېښې له ځايه دغه روغتون ته د دوژل شويو کسانو په ګډون، ٢٣ کسان ور وړل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس بيا د ياد جومات د ملا امام له قوله لیکلي چې په چاودنه کې لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه کوم چا يا وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د روژې مياشت کې د هېواد بېلابېل ولايتونه د چاودنو او بريدونو شاهدان ووچې له کبله يې د راپورونو له مخې، سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام