د کابل د امنيې قومانداني وياند خالد ځدران سلام‌وطندار ته وویل چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د سه راهي علاوالدين سيمې په یوه جومات کې د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ١٠ او د ټپيانو هم ٣٠ ته ورسېد.
ځدران وایي چې د چاودنې موخه عام خلک وو او په وینا يې، ځینې کړۍ غواړي په ورته بریدونو سره افغانستان نړۍ ته د یو ناامنه هېواد په توګه ور وپېژني.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ځدران وایي، کشفي او امنیتي ادارو د يادې چاودنې په اړه جدي څېړنې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې شاهدان وايي، په برید کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
بله خوا کابل کې د ايمرجنسي روغتون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پېښې له ځايه دغه روغتون ته د دوو وژل شويو کسانو په ګډون، ٢٣ کسان ور وړل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس بيا د ياد جومات د ملا امام له قوله لیکلي چې په چاودنه کې لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه کوم چا يا وسله والې ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې د روژې مياشت کې د هېواد بېلابېل ولايتونه د چاودنو او بريدونو شاهدان وو چې له کبله يې د راپورونو له مخې، سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام