د کابل امنیه قومانداني وايي چې کابل ښار کې د ملکي کارکوونکو پر یوه کاسټر موټر شوې چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
دا چاودنه سهار شاوخوا ۷:۲۰ دقیقې د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې کوتل په سیمه کې شوې ده.
پولیس وايي، په یاد موټر کې د څو وزارتونو کارکوونکي وو چې ډېری قربانیان یې هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت کارکوونکي دي.
تر اوسه د طالب ډلې په ګډون، هېچا د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د همدې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم د ملکي ادارو د کارکوونکو پر کاسټر موټر چاودنه کې ۴ ښځې او یو ماشوم ووژل شو. دا ښځې د مخابراتو، پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو کارکوونکې وې. په دې پېښه کې ۱۵ نور کسان ټپیان شول.