Asset 1SWN

خلیلي: که د هزاره‌ګانو د وژنې لړۍ دوام وکړي، خپله دفاع به وکړو

n00144220-t

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمدکریم خلیلي د کابل په لوېدیځ کې شوي ترهګریز بریدونه سېسټماټیک او هدفي یادوي او هغه د نسل‌وژنې ښه بېلګه بولي. نوموړي چې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، دا پېښې د هزاره‌ګانو د ورکولو په موخه کېږي او جنایکاره ډلې د هغوی د لرې کولو هڅه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، سره له دې چې په جګړه کې د نورو قومونو وګړي هم وژل کېږي، خو هزاره‌ګان د قوم او مذهب په نوم وژل کېږي چې دغه کار ورته د منلو نه دی. محمدکریم خلیلي زیاتوي، هزاره‌ګان په هېڅ ځای کې خوندي نه دي او په وینا یې، خلک اړ دي چې پر وړاندې یې خپله لاس په کار شي.



د هغه په خبره، هزاره‌ګان د جنایتکاره ډلو پر وړاندې ماتې نه مني او که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، خپله به د ځان دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې د هزاره‌ګانو په سیمو کې چاودنې، ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې ډېرې شوې دي. په وروستیو دوو چاودنو کې چې پرون د کابل د دیارلسمې او شپږمې امنیتي حوزو په اړوندو سیمو کې وشوې، اووه کسان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام