نیویارک ټیمز بیګاه دامریکا د دفاع وزارت/ پنټاګون د یوه چارواکي له قوله لیکلي چې په کابل کې پر یو کور د هوایي برید له امله هېڅ امریکایي پوځي ته سزا نه ورکول کېږي. دغه امریکایي چارواکی ویلي، د یاد هېواد د دفاع وزیر لوید استین د دوو امریکایي قومندانانو له لارښوونې وروسته دا پرېکړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي پوځیانو د وږې میاشتې پر څلورمه نېټه د کابل هوایي ډګر ته نږدې پر یوه ملکي کور د ډرون برید وکړ چې په پایله کې یې د اوو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول. ویل شوي چې د دغه کورنۍ مشر پخوا له امریکایي بنسټونو سره کار کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امریکا هغه مهال ویلي وو چې برید یې د داعش پر یوه پټنځای کړی، خو وروسته يې ومنله چې د بريد قربانيان ملکيان دي. پر دغه کور داسې مهال امریکایي سرتیرو برید وکړ چې د یادې کورنۍ غړي خپل کور ته په بُشکو کې اوبه انتقالولې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په هغه وخت کې امریکایي پوځیانو فکر کاوه چې دغه کسان چاودیدونکې توکي ځای پر ځای کوي. وروسته له څېړنو د امریکا د دفاع وزارت د دغو وګرو پر بېګناهۍ اعتراف وکړ او دا پېښه یې خواشینوونکې وبلله.