په هلمند کې د ۲۱۵میوند قول اردو قوماندان سمیع سادات وايي چې له طالبانو څخه د لښکرګاه ښار د پاکولو عملیات په چټکۍ سره روان دي او ډېر ژر به د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمې بېرته د دولت تر کنټرول لاندې راشي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان زیاتوي چې د هوايي بریدونه پرمهال يې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ترڅنګ د لښکرګاه ښار اوسیدونکي وايي چې له تېرو دوو اوونیو څخه خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ شوي دي.

دوی د جګړې په ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د دوو ورځو لپاره جګړه ودروي، څو په جګړه کې راګېر ولس امنو سیمو ته ځانونه ورسوي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي وایي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په ښار کې جګړه روانه ده او اوس مهال د ولایت مقام، امنیه قومنداني او ملي امنیت ریاست ته نږدې نښتې روانې دي.

دوی زیاتوي چې وسله‌وال طالبان او افغان امنیتي ځواکونه د خپلو په کورونو او سوداګریزو مارکېټونو کې سنګرونه جوړ کړي.

په ورته مهال د لښکرګاه دغه اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې لنډمهالۍ اوربند دې وکړي، څو خلکو ته دا فرصت برابر شي چې خپل ټپیان روغتون ته ولېږدوي او خپلو مړو ته رسېدنه وکړي.



د یادونې وړ ده چې نن په کابل کې ګڼ‌شمېر هلمندیانو د یوه خبرې کنفرانس له لارې د جګړې پر دواړو لوریو غږ وکړ چې د ملکيانو ژوند ته پام وکړي او نور په لښکرګاه ښار کې پیل شوې جګړه چې د عامو ولسونو ټوله هستي يې له منځه وړې، ودرول شي.

خو وسله والو طالبانو تر دې وړاندې ویلي وه چې په لښکرګاه ښار کې يې ډیري سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي او لاهم د پرمختګ په حال کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام