د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په هلمند او غور ولایتونو کې د جګړو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ملکیان وژل شوي دي. دغه کمېسیون په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ملکیانو ژوند ته دې پام وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د جګړې ډېره بیه ملکیان پرې کوې او هر څه ژر دې روان تاوتریخوالی ودرول شي، تلپاتې اوربند او د سولې ټينګښت لپاره دې زمینه برابره شي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، د غویي په ۲۹مه د لعل او سرجنګل ولسوالي درې اوسېدونکي چې غوښتل یې هرات ولایت ته ولاړ شي، د غور مرکز په فیروزکوه ښار کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري ووژل شول. دغه بنسټ زیاتوي چې وړمه ورځ هم د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالي کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله د ‍۱۰ماشومانو او ۳ مېرمنو په ګډون ۱۳کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په دې پېښه کې ۵ نور ماشومان تپیان شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، دوه ورځې وړاندې هم د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د توغول شوي یوه راکټ په پایله کې یو ملکي وګړی ټپی شوی او ګڼ خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولان وایي چې په وار وار یې له وسله‌والو طالبانو  غوښتي چې د سړک غاړې ماینونو څخه دې په جګړه کې کار نه اخلي، ځکه د دوی په وینا، ډېری وخت ملکیان د دغو ماینونه ښکار ګرځي. دوی په لارو کې د سړک غاړې ماین چاودنو له امله د ملکي وګړو پر مرګ‌‌ژوبلې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د سړک غاړې ماینونه د پېژندنې وړ نه وي او ډېری وخت پرې ملکیان ور برابرېږي.



د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو لوریو څخه غوښتنه کوي چې د بشرپالنې نړیوالو حقونو ته دې درناوي ولري او د هېواد له عدلي او قضایي بنسټونو څخه غواړي چې د ملکیانو د وژلو عاملان دې محاکمه کړي. دغه بنسټ د جرمونو له نړیوالې محکمې هم غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د بشر ضد شوي جرمونه دې په هر اړخیزه توګه وڅېړي او رسیدنه دې ورته وکړي.

 د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په باور، د ملکي وګړو تلفاتو ته نه پاملرنه، د جګړې له امله روانې او مادي زیانونه، د جنګي جرمونو عاملانو ته سزا نه ورکول د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د بښنې دود پیاوړی شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام