Asset 1SWN

«د ماشوم پر ازاديو محدوديت، د ماشوم د حقونو ملاتړ د قانون د اصولو خلاف کړنه ده»

117516648_7be4ca9b-f33e-431e-80af-85d24413fb35-p41wo04wx59uoslhc5h6p5f2ota162hp49qesbsxhk

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د پوهنې وزارت له لوري تر ۱۲ کلنۍ د زيات عمر لرونکيو نجونو  د ترانې ويلو د بنديز په غبرګون کې ويلي، د ماشومانو پر ازاديو د محدوديت لګول، د ماشومانو د حقونو د ملاتړ د قانون د اصولو خلاف کړنه ده.

له ياد کميسيونه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زدکړه، د وينا ازادي او هنري مهارتونو ته لاسرسی، د سن او جنس له تبعيض پرته د ټولو ماشومانو لومړني، بنسټي حقونه دي. د خبرپاڼې له مخې، ماشومان، نجونې او هلکان کولی شي د قوانينو په چوکاټ کې په برابر او ازاد ډول له خپلو حقونو ګټه واخلي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون ويلي، د ماشومانو پر حقونو او ازاديو د هر ډول محدوديت لګول، د بشر حقونو د عمومي اصولو، د ماشوم د حقونو د کنوانسيون او د افغانستان د ملي قوانينو، په تېره بيا د اساسي قانون او د ماشوم د حقونو د ملاتړ د قانون د اصولو خلاف دي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي، تمه ده چې په عمومي غونډو او پروګرامونو، لمانځغونډو او د هرکلي په پروګرامونو کې د ماشومانو د نه ګډون اړوند د پوهنې وزارت هر ډول پرېکړه د ازادۍ او برابرۍ د اصولو د ملاتړ او د ماشوم د لوړو ګټو د ساتلو لپاره وي او جنسيتي تبعيض دود نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پوهنې وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، تر دې وروسته هغه نجونې چې له ۱۲ کلونو ډېر عمر لري؛ نه شي کولی د نارینه‌وو په حضور غونډو کې ترانې ولولي.

د پوهنې وزارت وياندې نجیبه ارین تېره ورځ له سلام‌وطندار سره دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل، دغه پرېکړه د زده‌کوونکيو او کورنيو د پرله‌پسې د شکايتونو پر بنسټ شوې ده.

نوموړې وويل، زده‌کوونکيو شکايت کړی چې له يوه لوري درسونه ډېر دي او له بل لوري اړې دي په غونډو کې ترانې ولولي  چې په دې کار يې لوست کې ستونزې پيدا کړي دي.

که څه هم د پوهنې وزارت په مکتوب کې وروسته له دې تر ۱۲کلونو ډېر عمر لرونکې نجونې هغو غونډو کې  چې سړي په کې حضور ولري له ترانو ويلو منع شوي؛ خو د ياد وزارت ويانده وايي، دا يوه بشپړه پرېکړه ده چې په هر ډول غونډو کې چې څه نارينه‌ وي او څه ښځينه، شامله ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام