هغه مکتوب چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي ښيي چې د کابل ښار د پوهنې ریاست په یوه مکتوب کې لارښوونه کړې چې تر دې وروسته هغه نجونې چې له ۱۲ کلونو ډېر عمر لري؛ نه شي کولی د نارینه‌وو په حضور غونډو کې ترانې ولولي.

په دې مکتوب کې راغلي، نجونې کولای شي په هغو غونډو کې ترانې ولولي کوم چې يوازې ښځې په کې حضور لري.

د پوهنې وزارت ويانده نجیبه ارین دغه مکتوب تاييدوي او وايي، دغه پرېکړه د زده‌کوونکيو او کورنيو د پرله‌پسې د شکايتونو پر بنسټ شوې ده.

نجيبې ارين سلام‌وطندار ته وويل، زده‌کوونکيو شکايت کړی چې له يوه لوري درسونه ډېر دي او له بل لوري اړې دي په غونډو کې ترانې ولولي  چې په دې کار يې لوست کې ستونزې پيدا کړي دي.

که څه هم د پوهنې وزارت په مکتوب کې وروسته له دې تر ۱۲کلونو ډېر عمر لرونکې نجونې هغو غونډو کې  چې سړي په کې حضور ولري له ترانو ويلو منع شوي؛ خو د ياد وزارت ويانده وايي، دا يوه بشپړه پرېکړه ده چې په هر ډول غونډو کې چې څه نارينه‌ وي او څه ښځينه، شامله ده.

د پوهنې وزارت دا پرېکړه د ټولنیزو شبکو د کاروونکيو او د ښځو او ماشومانو د حقونو د فعالانو له لوري له غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د ښځو او ماشومانو د حقونو فعاله ندا کارگر وايي، د دې خبر په اورېدو سره هکه پکه شوه او په دې باور شوې چې افغانستان د پرمختګ پرځای پر شا روان دی.

ندا کارگر وايي، افغانستان کې سیسټم نه بلکې خلک د خپلو شخصی غوښتنو او سليقو پر بنسټ  کار کوي او په دې کې د ښځو نسبي ازادي هم چې له ډېر قربانيو سره مل ده، تر پښو لاندې ده.

د کابل ښار اوسېدونکی جاوېد تاشه وايي، دغه پرېکړه چې له دې وروسته هغه نجونې چې له ۱۲ کلونو ډېر عمر لري، د نارينه‌وو په غونډو کې ترانې نه‌شي ويلای، دوه ورځې وړاندې نيول شوې، په داسې حال کې چې د مارچ اتمه په پراخه کچه ونمانځل شوه.

تاشه وايي، خور يې له لومړي تر دولسم ټولګي د ترانې ويلو د ټيم غړې وه او په بېلابېلو غونډو کې يې ترانې ويلي دي.

د نوموړي په باور، افغانستان کې د ښځو او سړيو جنسیتي برابرۍ يوازې تر شعاره دي او بس.

د ماشومانو د حقونو فعال ظفرشاه رویي وايي، يو شمېر بنسټونه په ځانګړې توګه د پوهنې برخه د طالبانو حضور ته لار هواروي. رويي وايي، يادو ګامونو سره کلک مخالف دی، ځکه چې دا کار د ډېری نجونو د هيلو او موخو د حقیقت کېدو مخه نيسي.

نوموړی وايي، د لور يې خوښېږي چې سندرې ووايي او نڅاګره وي او له ماشومتوبه يې هنر سره مينه وه او دی د پلار په توګه هڅه کوي چې لور لپاره يې د هيلو پوره کېدو منډې ترړې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پوهنې وزارت د رهبرۍ پرېکړې سره جنجالونه پيدا کېږي. څه موده وړاندې هم د پوهنې وزارت له هغې طرحې سره د خلکو جنجالونه پيدا شول چې له مخې به یې له اول نه تر درېيم ټولګي پورې زده‌کوونکي په جوماتونو کې درس لولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام