سیاسي لاس  وهنې او ناندرۍ له هر بل وخت په پوهنې وزارت کې ډېرې شوي.

سره له دې چې په پوهنې وزارت کې د قومي چاڼ او خپلوۍ پالنې خبرې مخکې هم د رسنیو د سر ټکي وو، خو د دغه وزارت د سرپرست وزیرې رنګینې حمیدې له لوري چې له ولسي جرګې یې د باور رایه هم وا نه خیستله، د یوشمېر سلاکارانو ګوښه کېدل پر پوهنې وزارت پر مشرتابه نیوکې ډېرې شوې دي.

د پوهنې وزارت سلاکاره حمیرا قادري چې تازه د پوهنې وزارت د سرپرست وزیرې له لوري له دندې ګوښه شوې ده، له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، اوس تر بل هر وخته په دغه وزارت کې سیاسي لاسوهنې، قومي، سمتي او ژبني بحثونه او ناندرۍ خپل وروستي حد ته رسېدلې دي.

د هغې په وینا، د پوهنې سرپرست وزیرې یوشمېر کسان چې مخکې یې په خصوصي ښوونځي کې ورسره کار کاوه، په وزارت کې ګومارلي. نوموړې وايي، د هغو کسانو ګومارنه چې د پوهنې په برخه کې اداري او تخصصي پوهه لري، د دې لامل شوې چې د هېواد زده‌کړه‌ییز سېسټم لا له ستونزو سره مخامخ شي.

د مېرمن قادري په خبره، له کورنټین وروسته د پوهنې وزارت فلج شوی او له امله یې د کتابونو د چاپ چارې هم په ټپه ولاړې دي.

خو د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین د فساد او خپلوۍ پالنې د تورونو ردولو تر څنګ، وایي چې د سلاکارانو د ګوښه کېدو پرېکړه په دغه وزارت کې د سمونې او اصلاحاتو په موخه شوې دي.

د پوهنې وزارت ویانده وایي، تر دې وړاندې دغه وزارت په بېلابېلو  برخو کې نږدې ۲۰ سلاکاران لرل چې نږدې ۱۵ یې د دغه وزارت په تشکیلاتي او جوړښتي برخه کې د سمونې او اصلاحاتو په موخه له دندو ګوښه شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام