Asset 1SWN

له توندو نیوکو وروسته پوهنې وزارت له خپلې پرېکړې په شا شو

555555555-ozijgxl2aqcmvq64d6u5u8a1rbcgajkqwd5rllpls8

 

پوهنې وزارت په یوه تازه پرېکړه کې ویلي وو چې د ښوونځيو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده‌کوونکيو ته به په جوماتونو کې زده‌کړې ورکول کېږي چې دغه پرېکړه د مدني فعالانو او مدني بنسټونو له نیوکو سره مخ شوه او دا يې یوه سیاسي پریکړه وبلله.

د پوهنې وزارت دغه پرېکړه د يو شمېر ټولنيزو رسنيو د کاروونکيو له توندو نیوکو سره مخ شوه، ځینو دا ډول پرېکړه ټوکه وګڼله او ځینو بیا خپله ناخوښي ښودلې ده چې په وینا يې دا کار به ښې پایلې ونه لري.

رامین کمانګر پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د نوموړي په اند د جومات سیاسي کول خطرناکه دی.

د ټولنیزو رسنیزو ځینو فعالانو بیا لیکلي چې پوهنې وزارت په یوازې ډول د دې داسې پرېکړو صلاحیت نه لري.

فرشته کریم چې په ښوونیزو برخو کې فعالیت لري وايي، ماشومانو لپاره د زده‌کړې په برخه کي د ښوونځي لومړني درې تولګي ډېر بنسټيز او مهم دي. نوموړې د پوهنې وزارت دغه پرېکړه سیاسي یاده کړه.

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د پوهنې سرپرست وزیره په دري ژبه نه پوهېږي، ایات او حدیثونه نه شي ویلای خو داسې لویه پرېکړه څنګه کولای شي؟

د نوموړي په وينا، دا وېره موجوده ده چې د پاکستان په څېر چې هغوی له جوماتونو ماشومان د زده‌کړې پر ځای جګړې ته هڅوي، دلته هم هغه سناریو تکرار نه شي.

سعيدي زياتوي چې جوماتونه د عبادت ځای دی او زده‌کړې لپاره په‌کې چمتووالی او امکانات نشته؛ نو کېدای شي زده‌کوونکي له زده کړو لرې پاتې شي.

د پوهنې سرپرست وزیرې رنګینې حمیدي د خپلې پرېکړې ستاینه کړې او پر خپل ټوېټر يې لیکلي چې نوي زده‌کوونکي به د ښوونځي خپل لومړی، دويم او درېیم ټولګی په جومات کې لولي او وروسته به ښوونځیو ته ځي.

وروسته له هغې چې د پوهنې وزارت پر داسې پرېکړې نيوکې وشوې، پوهنې وزارت پر خپله فېسبوک‌پاڼه خپور شوی خبر سم کړ او ويې لیکل چي دغه پرېکړه یوازې په هغو سیمو کې د تطبیق وړ ده چې هلته ښوونځي نه وي؛ نو زده‌کوونکي به جوماتونو کې زده کړې کوي.

په دې اړه په ولسي جرګه کې هم خبرې وشوې چې د یادې جرګې ریيس میر رحمان رحماني وویل، د پوهنې وزارت د وروستۍ پرېکړې په اړه چې نوي زده‌کوونکي به د ښوونځي خپل لومړی، دويم او درېیم ټولګی په جومات کې لولي ديني او فرهنګي کميسيون ته لارښوونه وکړه چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.

د پوهنې وزارت ویاندې د دې موضوع په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب رانه کړ.

د ښوونې او روزنې د برخې فعالان وايي چې پوهنې وزارت له کلونو راهیسي دغه برنامې چې په بېلابېلو سیمو کې چي ښوونځی نه وي پلې کړي خو د خپلې نوې پرېکړې په اړه باید معلومات ورکړي چې له دې کاره يې موخه څه وه؟

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام