له توندو نیوکو وروسته پوهنې وزارت له خپلې پرېکړې په شا شو

پوهنې وزارت په یوه تازه پرېکړه کې ویلي وو چې د ښوونځيو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده‌کوونکيو ته به په جوماتونو کې زده‌کړې ورکول کېږي چې دغه پرېکړه د مدني فعالانو او مدني بنسټونو له نیوکو سره مخ شوه او دا يې یوه سیاسي پریکړه وبلله.

د پوهنې وزارت دغه پرېکړه د يو شمېر ټولنيزو رسنيو د کاروونکيو له توندو نیوکو سره مخ شوه، ځینو دا ډول پرېکړه ټوکه وګڼله او ځینو بیا خپله ناخوښي ښودلې ده چې په وینا يې دا کار به ښې پایلې ونه لري.

کابل کې د غربي هېوادونو استازولۍ: د رسنيو پر فعالانو بريدونه پر سولې بريد دی

د غربي هېوادونو سياسي استازوليو او په کابل کې نړيوالو سازمانونو د رسنیو پر استازيو، دیني مشرانو او ډلو، د بشري حقونو مدافعانو، زده‌کوونکيو، مدني ټولنو او ملکي وګړيو وروستي هدفي او ناقانونه بریدونه غندلي دي. دغو سیاسي استازيو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې طالبان او ترهګریز سازمانونه په افغانستان کې د ډېری ملکي مرګ‌ژوبلې مسوولان دي.

د اروپايي اتحادیې، د چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني، اېټالیا، هالنډ، سویډن، اسټرالیا، کاناډا، ناروې، انګلستان، کابل کې د ناټو او همداراز د امريکا پلاويو دا اعلاميه په ګډه صادره کړې ده.

«د افغانستان قضايي سيسټم ښځو او نجونو لپاره د عدالت په برابرولو کې بريالی نه دی»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي يا یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل تازه راپور کې ويلي چې د افغانستان قضايي سیسټم افغان مېرمنو او نجونو ته د تاوتریخوالي د جرمونو د عدالت په تاميڼ کې پاتې راغلی دی.
دغه راپور د «د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي جرمونو لپاره د عدالت په لټه کې» تر عنوان لاندې د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر د ۲۰۲۰ کال تر فبرورۍ پورې د ښځو او …

کرونا؛ کونړ کې يې دويمې څپې لپاره پوره تياری نيول شوی

کونړ هغه ولایت چې د کرونا وبا یې خلک سخت وځپل. ياد ولايت کې د خلکو کارونه ټکني او په کورونو کې بند پاتې شول. اوس د کونړ ولایتي چارواکي وایي، د کرونا دويمې څپې راتلو لپاره بشپړ چمتو دي. 

د ياد ولايت د عامې روغتیا ریس عزیز رحمن ساپي سلام‌وطندار ته وویل چې د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو سره يې د دې وژونکې وبا د دويمې څپې لپاره بشپړ تیاری نیولی دی.

د کونړ اوسېدونکی احمدالله  چې د کرونا له لومړۍ څپې ښې خاطرې نه‌لري وايي، که کرونا بیا خپرېږي، حکومت باید له تېرو نیمګړتیاوو زده‌کړه وکړي او د بيا خپرېدو مخه يې ونيسي. 

د کندهار د دامان پر امنيې قومندانۍ موټربم بريد؛ د قومندان په ګډون په‌کې ۳۴ کسان ټپيان شوي

د کندهار محلي مسوولان تاييدوي چې د ياد ولايت د دامان ولسوالۍ پر امنيې قومندانۍ موټربم بريد کې د ملکيانو په ګډون په‌کې ۳۳ کسان ټپيان شوي دي.

د ياد ولايت د والي وياند بهیر احمدي وايي، دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې دامان ولسوالۍ امنيې قومندانۍ کې د يوې غونډې پر مهال شوې ده.

د احمدي په وينا، په دې پېښه کې د ملي امنیت ۲ کارکوونکي، ۹ پولیس، ۷ کسه د ولسوالۍ مامورین او ۱۵عام وګړي ټپیان شوي دي.