Asset 1SWN

«د افغانستان قضايي سيسټم ښځو او نجونو لپاره د عدالت په برابرولو کې بريالی نه دی»

women-voilence-2-oziel6pegvrbw4s4foo3vixf3ucqgwvvrr9lbn11n8

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي يا یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل تازه راپور کې ويلي چې د افغانستان قضايي سیسټم افغان مېرمنو او نجونو ته د تاوتریخوالي د جرمونو د عدالت په تاميڼ کې پاتې راغلی دی.

دغه راپور د «د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي جرمونو لپاره د عدالت په لټه کې» تر عنوان لاندې د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر د ۲۰۲۰ کال تر فبرورۍ پورې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې، هغوی ته د عدلي سيسټم ځواب او همدارنګه د دې پېښو قربانیانو ته د رسېدنې قضیې ارزولي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وايي: « ښکاره واقعیت دا دی چې ډېری ښځې او نجونې لاهم د هغه تاوتریخوالي عدالت نه‌شي لیدلی چې دوی یې تجربه کوي او له جزا څخه معافیت لاهم په عام ډول پاتې دی.»

د يوناما د راپور پر بنسټ، د ښځو پر وړاندې د ټولو راپور شويو جرمونو یوازې نیمایي یې ابتدایه محکمې ته رسېدلي او شاوخوا ۴۰سلنه عاملان يې محکوم شوي دي.

يوناما په خپل راپور کې د دولتي چارواکيو له خوا د جرمونو د څار په برخه کې د پاتې راتللو کچه په ځانګړي ډول د ماشومانو واده په قضیو کې خواشینوونکې بولي.

په راپور کې همداراز راغلي، په هغو قضیو کې چې د یوناما له خوا مستند شوي، له هرو ۵ ښځو څخه یوې یې پرېکړه کړې چې د عدلي چینلونو له لارې خپله قضیه و نه څاري یا یې شکایت نه دی درج کړی یا یې هم خپل شکایت وروسته بېرته اخیستی دی.

یوناما ويلي، يو شمېر ښځې چې تاوتریخوالي سره مخ کېږي، په ځان سوځونې یا ځان وژنې لاس پورې کوي؛ ځکه چې دوی احساسوي قضايي سیسټم د ژغورنې لپاره رښتینې لار نه وړاندې کوي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې او په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر استازې فیونا فریزر ويلي، په ځلونو يې عدلي قضایي سیسټم له تاوتریخوالي سره مخامخ شویو کسانو ته د کار پرځای هغوی بیا له قرباني کېدو سره مخامخ کړي دي.

د نوموړې په وينا، دغه حالت باید ودرول شي او په دې اړه جدي ګامونو ته باید دوام ورکړل شي چې ښځې او نجونې وکړای شي عدالت ته لاسرسی پیدا کړي.

د يوناما راپور په داسې حال کې خپرېږي چې ياد سازمان د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالي سره د مبارزې په موخه ۱۶ ورځنی نړيوال کمپاين پيلوي چې د نوومبر له ۲۵مې به پيل او  د ډسمبر میاشتې تر ۱۰مې به دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام