Asset 1SWN

د سپټمبر یوولسمې پېښې دوه‌ویشتمه کلیزه؛ شنونکي: افغانستان ته یې سخت زیانونه واړول

11-September-pkelvlhxk7yoo711jekqxgpg1g9ruab7fugn2zxuh4

القاعده شبکې له نن څخه دوه‌ویشت کاله وړاندې د امریکا په نیویارک ښار کې پر سوداګریزو برجونو خونړی برید وکړ او دغه برید د نړیوال امنیت او ترهګرۍ په اړه د نړۍ نظر بدل کړ چې پایلو یې افغانان او امریکایان زیانمن کړل.

د القاعده شبکې له دغه برید وروسته لومړی امریکا او بیا نورو لوېدیځو هېوادونو پر افغانستان برید وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې موخې ته د رسېدو لپاره تر دوو لسیزو پورې په افغانستان کې پاتې شول. په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي چې بالاخره واک ته د ا.ا په رسېدو سره ټول امریکايي ځواکونو افغانستان پرېښود.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د امریکا د مرکزي قومانداني پخواني قوماندان فرانک مکېنزي چې د خپل ماموریت پر مهال یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر او د پخواني اسلامي جمهوري نظام د سقوط څرنګوالی یې څاره، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ستره تېروتنه بللې ده.

نوموړي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي: «زه په دې اړه ډېر پښېمانه یم چې څنګه په افغانستان کې زموږ پوځي حضور پای ته ورسېد. زه د دې پرېکړې په اړه پښېمانه یم؛ ځکه زه فکر کوم دا یوه ناسمه پرېکړه وه.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال پر نیویارک د القاعده شبکې د خونړیو بریدونو د ۲۲مې کلیزې له را رسېدو سره هم‌مهاله وايي: «په امریکا کې پر سوداګریزو برجونو دغو بریدونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه پر افغانستان د امریکا برید ته لاره هواره کړه او د امریکا تر څنګ، د ناټو له څلوېښتو ډېرو هېوادونو پر افغانستان برید وکړ.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکی ویس ناصري بیا باور لري چې امریکا د سپټمبر یوولسمې پېښه د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې او دلته خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د یوې پلمې په توګه وکاروله؛ ځکه په وینا یې، افغانستان ته د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو له راتګ وروسته نه یوازې نړیوال امنیت ښه شوی نه‌دی، بلکې نور هم ناسم لوري ته تللی دی.

نوموړی زیاتوي: «د سپټمبر یوولسمه د نړۍ په امنیتي لیدلوري کې د یوه ستر بدلون پیلامه وه، خو نړۍ له دوه‌ویشتو کلونو وروسته د هغه مهال په پرتله له ترهګرۍ او ترهګرو ډېره زیانمنونکې ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د سپټمبر یوولسمې پېښې په غبرګون کې سلام‌وطندار ته ویلي: «د سپټمبر یوولسمې پېښې له افغانستان سره تړاو نه درلود، خو امریکا له بده مرغه دا یوه پلمه وګرځوله او د افغانستان د اشغال په موخه هېواد ته راغله چې وروسته یې ډېر زیانونه ولیدل. شل کاله په جګړه کې پاتې شوه، نړیوال حیثیت یې زیانمن شو او ډېر ځاني او مالي زیانونه ور واوښتل.»

نړیواله ټولنه اوس هم پر دې باور ده چې نړۍ ته له افغانستانه د ترهګرو ګواښونو لا هم یوه جدي اندېښنه ده، خو د اسلامي امارت مسوولانو تل دا څرګندونې رد کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام