په اسلام‌کلا بندر کې د اسلامي امارت او ایراني پوله‌ساته ځواکونو ترمنځ د شخړو په لړ کې، ایراني رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد له افغانستان سره پولې ته نږدې، ګن‌شمېر پوځيان ځای پر ځای کړي دي.

د رسنیو له لوري په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ګڼ‌شمېر ټانکونه او نور پوځي وسایط افغانستان سره پولې ته نږدې په «دوغارون» سیمه کې د حرکت په حال کې دي او د دغه هېواد پوځیان پولې ته نږدې ځای پر ځای شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تراوسه ایراني او د افغانستان چارواکو په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده پرون رسنیو ته ویلي، د دغه هېواد پوله‌ساتو ځواکونو د اسلامي امارت له ځواکونو سره د ښه‌ ګاونډي‌توب له امله چلن کړی، خو د نوموړي په وینا چې له دغه چلن څخه ناسم فکر ونه‌شي او د دغه شان پېښو تکرار به د اندېښنې وړ وي.

هرات کې د اسلام‌کلا بندر د شنبې پر ورځ د غويي په درېیمه نېټه د ایران او د اسلامي امارت د پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ د شخړې له امله په لنډمهالي توګه وتړل شو.

محلي سرچینې ویلي، دغه شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې سیمه کې د اسلامي امارت ځواکونو غوښتل، د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې ته نږدې سړک جوړ کړي.

د سرچینې په وینا، ایراني پوله‌ساتو ځواکونو د دغه سړک د جوړېدو مخنیوي لپاره سیمې ته دننه شوي وو چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ایراني رسنیو هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت ځواکونو د ایران یو پوځي موټر یې ضبط کړی او د دغه هېواد پوځيان د خپل موټر د بېرته ترلاسه کولو په هڅه کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام