د اسلامکلا ـ هرات لویې لارې یوشمېر موټرچلوونکي چې ایران ته تګ راتګ کوي وايي، له پولې هاخوا د ایران پارکینګونو کې هېڅ موټرچلوونکي د امنیت احساس نهکوي او د اخاذیو ترڅنګ یې وسایل هم د ایرانیانو لهخوا غلا کېږي.
موټ چلوونکی ارش وايي چې د ایران خاوره کې پولې ته نږدې پارکینګونو کې اخاذیو او د مصونیت نهشتوالي پوزې ته راوستی دی. نوموړي زیاتوي چې په دغو پارکینګونو کې د دوی د موټرو وسایل غلا کېږي او په رڼا ورځ غله د چاقو په زور له موټرچلوونکو پیسې اخلي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
موټرچلونکي له افغان او ایراني چارواکو غواړي چې د ایران خاوره کې پولې ته نږدې پارکینګونو څخه څارنه وکړي.
هرات کې د ایران کونسلګرۍ او د اسلامي امارت د بهرنیو اړیکو مسوولان وايي، د دغو موټرچلوونکو شکایتونو او د ایراني پولهساتونکو ناسم چلن ته رسېدنه کوي.
د هرات د بهرنیو اړیکو د استازولۍ مشر شېراحمد عمار مهاجر زیاتوي، هر هغه موټر چلوونکی چې په دې برخه کې ستونزه لري د دوی له کمیسارۍ سره دې شریکه کړي او دوی به یې د ستونزې د هوارۍ لپاره اقدام وکړي.
د ایران سرکنسول محمد صدیقي هم وايي چې موټر چلوونکي د دواړو هېوادونو په سوداګریزه راکړه ورکړه کې هم رول لري او که له موټر چلوونکو سره ناسم چلن شوی وي، دوی به یې په اړه څېړنه وکړي.
د هرات ـ اسلامکلا سرحدي سیمه کې اخاذیو او موټرچلوونکو سره د ایرانیانو بد چلن څخه شکایتونه پخوا هم مطرح شوي دي.
که څه هم چارواکو هغه مهال هم د دغو ستونزو په حل کولو ټینګار کړی وو، خو کومه مثبته پایله یې نه ده لرلې. اوس ولیدل شي چې د اسلامي امارت په راتګ سره به د دغو موټرچلونکو ستونزې حل شي او که نه.؟