اسلامکلا کې موټر چلوونکي: ایرانیان راڅخه باج اخلي
د اسلامکلا ـ هرات لویې لارې یوشمېر موټرچلوونکي چې ایران ته تګ راتګ کوي وايي، له پولې هاخوا د ایران پارکینګونو کې هېڅ موټرچلوونکي د امنیت احساس نهکوي او د اخاذیو ترڅنګ یې وسایل هم د ایرانیانو لهخوا غلا کېږي.