شنونکي: کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر د عمران خان د وروستیو څرګندونو له کبله ځنډول شوی

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار په مشرۍ یو پلاوی نن کابل ته راشي، خو د نامعلومو دلایلو له مخې دغه سفر ونه شو. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي د راتګ په غبرګون کې نن د کابل هوایي ډګر ته څېرمه لاریون هم پلان شوی و.

دولت بادغیس کې زلزله ځپلو سره نغدي مرستې کوي

« زمونږ په کورنۍ کې دوه تنه سخت ټپي دي چې اوسمهال په روغتون کې دي، مېرمن مې هم ټپي شوې. دا د محمد امین د خبرو یوه برخه ده چې د بادغیس د قادس ولسوالي «لنګر» سیمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته د خپلې کورنۍ ۳ غړي د درملنې لپاره راوستي.

اسلام‌کلا کې موټر چلوونکي: ایرانیان راڅخه باج اخلي

د اسلام‌کلا ـ هرات لویې لارې یو‌شمېر موټرچلوونکي چې ایران ته تګ راتګ کوي وايي، له پولې هاخوا د ایران پارکینګونو کې هېڅ موټرچلوونکي د امنیت احساس نه‌کوي او د اخاذیو ترڅنګ یې وسایل هم د ایرانیانو له‌خوا غلا کېږي.

پکتيا کې د کتابونو د پېر او پلور بازار سوړ شوی

د پکتيا مرکز ګردیز ښار کې د کتاب پلورنځيو مسوولان وايي چې د تېر په پرتله يې د کتابونو پېر او پلور ۸۵سلنه راکم شوی دی. دوی زیاتوي چې هېواد کې د سياسي بدلون سره د کتاب پېرودونکي کم شوي او په بازارونو کې د کتابونو د خرڅلاو بازار سوړ شوی دی.

ملګري ملتونه: د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض د اندېښنې وړ دی

 د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د کارپوهانو  یوې ډلې ویلي چې د اسلامي امارت مشران د ښځو او نجونو پر وړاندې په پراخه توګه د تاوتریخوالي او جنسیتي تبعیض د بنسټیز‌ه‌کېدو هڅې پیل کړي دي. دوی په ټولنه کې د ښځو د فعالیت او حضور په اړه د سختو محدودیتونو لګول«په ټولییزه توګه ښځو او نجونو ته د سزا» ورکولو په معني بولي.

د بیان ازادۍ کور: د افغانستان رسنۍ بشپړه خپلواکي نه لري

د بیان ازادۍ کور د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره رسنۍ په جدي توګه زیانمنې شوي او له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي دي. د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان رسنۍ په بشپړه توګه خپلواکي نه لري او په سیستماتیک ډول تر سانسور لاندې دي.

د پلازمېنې لاس پلورونکي ژمي کې د کار نه‌شتوالي او بې‌وزلۍ له ډېرېدو شکایت کوي

سوړ ژمی، بې‌وزلي او  وزګارتیا، د سوند توکو د بیو لوړېدل او د خلکو بد اقتصادي وضعیت، هغه ستونزې او اندېښنې دي چې کابل ښاریان ورسره مخ دي. سلیمان د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره له سهاره تر ماښامه د کابل ښار پر سړکونو لاسونو کې کاغذ پلوري.

بادغیس کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۲ کسانو ته لوړ شوی

 د بادغیس د اطلاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو ویلي چې پرون د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زورورې زلزلې له امله ځینې کورونه ویجاړ شوي چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوشمېر کسان تر خاورو لاندې شوي او مړه شوي دي.