طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت یاد خطر ته د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، هر کال له دې اړخه په سلګونو خلکو ته د سر او مال زیان اوړي.
د طبیعي پېښو برخه کې د دولت وزارت د اضطراري عملیاتو رییس ملا جانان سایق سلام وطندار ته وویل چې ۸۵ سلنه خلک د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دي او واورې ښوېدنه، سیلابونه او زلزلې په ټول هېواد کې زرګونه خلکو ته زیان اړوي.
سایق زیاتوي: « له ۸۰ تر ۸۵ سلنې پورې افغانان زیانمن او مرستې ته اړتیا لري. ډیری ولایتونه په ځانګړې ډول شمالي او سویلي ولایتونه زیاتو مرستو ته اړتیا لري. دا مهال په هلمند او کندهار کې سیلابونه راوتي، په بدخشان او تخار کې ستونزې لا زیاتې شوې. »
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ټینګار کوي، که څه هم د طبعي پېښو د مخنیوي لپاره چمتوالی لري خو دغه وزارت په دې برخه کې کافي بودجه نه لري چې د ټولو پېښو مخنیوی وکړي.
په همدې حال کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر ملا عباس اخند نن په کابل کې زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستو د وېشلو پرمهال له ټولو مرسته کوونکو بنسټونو څخه وغوښتل چې له طبیعي پېښو څخه زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپورونو له مخې افغانستان د طبیعي پېښو له اړخه تر ټولو زیانمن هېواد دی.