د پکتيا مرکز ګردیز ښار کې د کتاب پلورنځيو مسوولان وايي چې د تېر په پرتله يې د کتابونو پېر او پلور ۸۵سلنه راکم شوی دی. دوی زیاتوي چې هېواد کې د سياسي بدلون سره د کتاب پېرودونکي کم شوي او په بازارونو کې د کتابونو د خرڅلاو بازار سوړ شوی دی.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د دوو کتاب پلورنځيو مسوولان بسم‌الله او محمد‌حکيم علمي وايي، د خلکو  اقتصادي ستونزې او د ښوونیزو بنسټونو په ټپه ولاړ حالت یې پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د دوی په وینا، د پوهنتونونو او ښوونځیو په تړل‌ کېدو سره د کتابونو د پېر بازار رالوېدلی او ډېر کسان د اقتصادي ستونزو له کبله خپل کتابونه د پلور لپاره ور وړي. کتاب پېرودونکي وايي چې د اقتصادي وضعيت د خرابېدو له امله نوي کتابونه نه‌شي اخيستلی.

بريال‌خان وايي، ځينې ځوانان غواړي خپل پخواني کتابونه وپلوري. نوموړي سلام‌وطندار ته وویل،«روان بد وضعيت، فقر، غربت، بيکاري او ترڅنګ یې د تعليمي برخې سره د اسلامي امارت ناسم چلن، دا هغه څه دي چې لوستي ځوانان يې ناهيلي کړي. دوی د غربت له وجې خپل کتابونه پلوري، څو د کور لپاره يوه ګولۍ ډوډي واخلي.»

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس خالقيار احمدزی وايي چې دوی په دې هڅه کې دي، څو ځوانانو ته د مطالعې کتابتونونه برابر کړي.

احمدزی زیاتوي چې په درې ولسواليو زرمت، سيدکرم او څمکنيو کې کتابتونونه لري او په مرکز ګردېز کې يو لوی عامه کتابتون شته چې اته زره کتابونه لري او دوی غواړي د کتابونو د مينه‌والو لپاره یې فعال کړي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل، «په مرکز ګردېز کې يو کتابتون شته چې له شپږو نه تر اته زرو کتابونه لري، خو په ډېر خپګان چې د الماريو له نشتوالي سره مخ دی. داسې فعال او منظم کتابتون نه‌لري، هڅه کوو په دې برخه کې د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ودانۍ ورته فعاله کړو او ځوانانو ته د مطالعې ښه فرصت برابر کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم يو‌شمېر د مطالعې مينوال د کتابونو د نه اخیستو لامل اقتصادي ستونزې يادوي، خو يو‌شمېر ځوانان بيا خپل د خوښې مطالب په انټرنيټي سايټونو او ټولنيزو رسنيو کې لټوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام