که څه هم د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې مخ په لوړېدو دي او د سوند توکو بیې هم لوړې شوي، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، تر هغې چې د ګمرکونو برښنایي سیستم بېرته فعاله نه‌شي، د بازار وضعیت به همداسې ګډوډ وي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خان‌جان الکوزی وایي، د طالبانو په راتګ سره ګمرکونو او بانکونو کې پخوانی سیستم په ټپه ولاړ دی چې په بازار او اقتصادي راکړې ورکړې یې منفي اغیز کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د الکوزي په خبره، سره له دې چې ځینې سوداګریز مارکېټونه تړل شوي، خو د خوراکي توکو د کمښت ستونزه به رامنځ ته نه‌شي.

د هغه په وینا، سرحدونو کې د خوراکي او سوند توکو واګونونه ولاړ دي او کله چې د ګمرکونو برښنايي سیستم فعاله شي، دا ستونزې به هم ورسره حل شي.

نوموړی زیاتوي، د ګمرکونو او بانکونو د کارونو په پیلېدو سره به د بازار وضعیت عادي حالت ته راوګرځي.

هغه زیاته کړه: «د سوند توکو بیې تر یوه بریده لوړې شوي، خو نور مواد ډېر نه ‌دي قیمته شوي. د دوو-درېو میاشتو د اړتیا وړ توکي ذخیرو کی شته په ځانګړې توګه وړه، غوړي، بوره او داسې نور توکي ذخیره دي. د شمال له لارې په سلګونه واګونونه په ایران او اقینه بندرونو کی ولاړ دي چې هم ورکې تېل او هم خوراکي توکي دي. د ګمرکونو سیستم په فعالېدو سره سمېږي، ځکه دا سیستم برښنايي دی او دا چې فعال نه‌شي، نو منځنۍ اسیا هېوادونه د رېل واګونونو ته اجازه نه ‌ورکوي چې تخلیه شي.»



ټاکل شوې وه چې نن خصوصي بانکونه او د شهزاده سرای هم په کار پیل کړي، خو داسې ونه شول.

د طالبانو راتګ سره په ټپه ولاړ اقتصادي وضعیت په اړه د مالیې وزارت مسوولان څه نه وايي، خو د افغانستان بانک یوه سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، ډېر ژر به بانکونه په کار پیل وکړي.

په همدې حال کې د صرافانو د ټولنې پخوانی ویاند او صراف محمدهاشم روضه‌یي وایي، د شهزاده سرای د افغانستان بانک په امر تړل شوی او ښايي د شنبې په ورځ خصوصي بانکونو سره یو ځای کار پیل کړي.

هغه په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل: «د صرافانو ټولنه د سرای شهزاده په خلاصولو کې کومه ستونزه نه‌لرې، خو دولت امر کړی چې د دولتي او خصوصي بانکونو تر خلاصولو دې باید صرافۍ تړلې وي او د شنبې له ورځې به بانکونه خلاص شي او شهزاده سرای به هم په کار پیل وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې طالب چارواکو ویلي وو، په دې کار کوي چې د خوراکي او نورو توکو په تعرفو او محصول کموالی راولي، ترڅو د توکو بیې راټيټې شي.

د دوی په وینا، اوس هم چې کوم مواد لېږدول کېږي، په محصول یې کموالی راوستل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام