Asset 1SWN

معترضو صرافانو د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي په دیکتاتورۍ تورن کړ

53665501_982203018644077_1042513241344835584_n-2

نږدې ۱۶ ورځې کېږي چې په ټول هېواد کې د صرافانو کاربندیز او اعتراض روان دی؛ خو د اعتراض کوونکيو په وینا تر دې مهاله حکومت په ځانګړي توګه د افغانستان بانک د دوی د ستونزو د هواري لپاره هېڅ راز ګام نه دی پورته کړی.

د صرافانو سراسري شورا مرستیال دادګل حضرت‌زی وايي، د افغانستان بانک سرپرست چې د ولسي جرګې له لوري  یې د تایید رایه نه ده ترلاسه کړې، صرافانو ته د ستونزو جوړولو په لټه کې دی. نوموړي زياته کړه، اجمل احمدي ديکتاتور دی او سم چلند نه کوي.

د هغه په وینا، اعتراض کوونکي صرافان د چا پر وړاندې درېدل نهرغواړي؛ خو د هغې مذاکرې د دروازې خلاصېدل غواړي چې د افغانستان بانک د سرپرست له لوري تړل شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې  خونې او د شهزاده سرای مخکینی مشر خان محمد باز وایي، صرافان د ماليې له ورکړې نه تښتي؛ خو لوړپوړي چارواکي باید په دې پوه شي چې د اروپایي قوانینو د پلي کېدو لار افغانستان کې نه ده برابره.

د هغه په وینا، د افغانستان بانک مسوولان د قانون د پلي کېدو تر نوم لاندې پر صرافانو زياتی کوي.

ومو غوښتل په دې اړه د افغانستان بانک د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو له هڅو سره سره په دې بریالي نه‌شوو.

د افغانستان بانک له لوري د پیسو او صرافیو د شرکتي جوازونو اختیاري کېدل، د درېیو کلونو په موده کې د صرافانو د انفرادي جوازونو تمدید، د صرافانو له مقررې سره سم لاسونو کې د توکيو پلورونکيو د فعالیتونو تنظیم او ولایتونو کې د صرافانو د نمایندګیو د جوازونو وېش او تمدید، د اعتراض کوونکيو نورې غوښتنې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام