Asset 1SWN

سلام وطندار

د برښنا له پرچاوي د کابل د اوسېدونکو شکایت، برښنا شرکت: ښايي ډېره شي

ap_21259567502668

 یوشمېر کابل ښاریان د وروستیو ورځو پر مهال د برښنا پرچاوۍ زیاتېدو څخه شکایت کوي او وايي، ټوله ورځ یوازې څلور ساعته برښنا لري او دې چارې ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل ښار د شهرنو سیمې اوسېدونکی وهاب سلام‌وطندار ته وايي، د هوا ګرمېدو او د برښنا پرچاوي زیاتېدو له امله اړ شوی چې له لمریزې برښنا ګټه واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «برښنا نشته او سړی ډېر خواشینی کړي. دا په نشت حساب کړه، دا څه ډول برښنا ده، څو ساعته چې راځي په درد نه لګېږي، زموږ لپاره ډېره سخته ده کور کې ناروغ لرو.»

د کابل د شاه شهيد سيمې اوسېدونکى خالد هم وايي، داسې حال کې چې د هوا په ګرمېدو سره برښنا ته اړتیا ډېره شوې، خو په وینا یې، بیا هم د ورځې له ۴ تر ۵ ساعت پورې برښنا لري.

نوموړي زیاته کړه چې د برښنا نشتون له کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او په وینا یې، باید برښنا وي چې خلک له کولر او پکو څخه استفاده وکړي.

دغه‌راز د کابل د اتمې ناحیې «سیدنور محمدشاه مېنه» کې د خوراکي توکو پلورونکي قسیم وویل، په دې وروستیو ورځو کې د خپل عاید یوه برخه د دوکان لپاره د اړتیا وړ برښنا پر برابرولو لګوي.

هغه وویل: «پخوا ښه و، خو وروستیو ورځو کې برښنا ډېره کمه شوې، خو له ډېرو ستونزو سره مخ یوو، کله چې انرژي ګرمه وي، پېردونکي یې نه‌اخلي، وايي ګرمه ده.»

په همدې حال کې د افغانستان د برښنا شرکت خبرداری ورکوي چې د هوا په ګرمېدو او د هېوادوالو له‌خوا د برښنا زیاتې کارونې له امله ښايي راتلونکو ورځو کې د برښنا پرچاوي تر دې هم ډېره شي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله مېوندي سلام‌وطندار ته وویل: «د حرارت درجه د لوړېدو په حال کې ده چې ترڅنګ یې د اوبو تولید سرچینې دومره نه دي چې پخوا وي، اوبه کمې شوي، د انرژۍ تولید برخه کې هم بدلون راغلی او همداراز پرچاوي زیاته شوې. موږ له کورنیو سرچینو استفاده کړې او که له برښنا استفاده کنټرول نه‌شي، پرچاوي به ډېره شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان برښنا شرکت مسوولان زیاتوي چې دامهال کابل ښاریانو ته یوازې ۷۰ څخه تر ۷۵ سلنه د اړتیا وړ برښنا برابرولی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام