Asset 1SWN

بغلان کې یوه ځوان ځان را ځړولی او وژلی

بغلان ۱۱

د بغلان د امنیې قومانداني رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، یوه ځوان چې د دغه ولایت د اندراب ده‌صلاح ولسوالي د دیزک سیمې اوسېدونکی دی، ځان را ځړولی او وژلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه ځوان امید نومېږي او د کورنیو ستونزو له کبله یې ځان را ځړولی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بغلان د امنیې قومانداني ویاند مولوي شېراحمد برهاني وايي، د امید پلار ورته ویلي چې زوی یې له ده سره د شخړې له کبله ځان را ځړولی او وژلی دی.

دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې یوشمېر کسانو تر دې مخکې هم وخت‌ناوخت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي، بې‌وزلۍ، وزګارتیا، اقتصادي او نورو ستونزو له کبله ځانونه یا هم نور وژلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام