د فاریاب محلي مسوولان په دغه ولایت کې د یوې ځوانې ښځې د ځان‌وژنې خبر ورکوي. دا پېښه نن غرمه د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند «دمقول» سیمه کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د فاریاب د امنیې قومانداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمداسماعیل فرقاني وايي، یاده ښځه فریده نومېده او د دغه ولایت د کوهستان ولسوالي اصلي اوسېدونکې وه.

د نوموړي په وینا، دغې ښځې نن د زهر په خوړلو خپل ژوند ته د پای ټکی ايښی دی. هغه زیاتوي چې فریدې د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان وژلی او په خبره یې، یو ماشوم ترې پاتې دی.

پرون مازدیګر د پروان د جبل‌السراج ولسوالي په مرکز کې هم یوې پنځلس کلنې نجلۍ په کور کې ځان را ځړولی او وژلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام