د کاپیسا د امنیې قومانداني مسوولان په دغه ولایت کې د ښکاري ټوپک په وسیله د یوه کس د ځان‌وژنې خبر ورکوي.

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فائز سلام‌وطندار ته ویلي چې د محمدنعیم په نوم یوه ۸۲ کلن سړي نن سهار پنځه بجې د دغه ولایت د نجراب ولسوالي په غوث سیمه کې ځان په ښکاري ټوپک ویشتی او وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه که څه هم دې برخه کې نور جزیات نه ورکوي، خو وايي چې یاد کس له اروايي ناروغي هم کړېده.

د یادونې ده چې نن سهار د پروان په سیاه‌ګرد ولسوالي کې یوه کس خپله مېرمن په ماین الوځولې او وژلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام