د پروان ولایت د سیاهګرد ولسوالي مسوولان په دې ولسوالي کې د خاوند له لوري د یوې مېرمنې د وژل کېدو خبر ورکوي.
د سیاهګرد ولسوال غلاممحمد جراح سلاموطندار ته ویلي چې د خواجهمحمد په نوم یوه کس نن سهار وختي درې بجې د یادې ولسوالي په قولج سیمه کې خپله مېرمن په چړې وهلې او بیا یې خېټه کې ماین ور ايښی او وژلې یې ده.
د نوموړي په وینا، خواجهمحمد په کندهار کې له ماینپاکي سره کار کوي. جراح زیاتوي چې وژل شوې ښځه ۳۵ کلنه ده او پنځه ماشومان ترې پاتې دي.
د سیاهګرد ولسوال وايي چې د وژل شوې ښځې خاوند یې نیولی او په خبره یې، د پېښې اصلي انګېزه هم کورنی تاوتریخوالی دی.