د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دا پېښه نن مازدیګر د دغه ولایت د قادس ولسوالي په مرکز کې شوې ده.

د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله سلام‌وطندار ته ویلي چې د اسلامي امارت یوه غړي د دغه ولایت په قادس ولسوالي کې په تېروتنې ډز کړی چې د فاطمې په نوم یوه دولس کلنه نجلۍ وژل شوې او د شیما په نوم بله هغه ټپي شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بادغیس د ولایتي روغتون مسوولان هم وايي چې دغه روغتون ته د یوې نجلۍ جسد او بله هم ټپي ور وړل شوې ده. د دوی په خبره، مرمۍ د ټپي شوې نجلۍ پر خېټه لګېدلې چې روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ دی.

د اسلامي امارت غړیو تر دې وړاندې هم په یوشمېر ولایتونو کې په تېروتنې ډزې کړي چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ځینو هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام