Asset 1SWN

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس پنځه کلنه لمسۍ په مرموز ډول وژل شوې

1ed255ac-131d-4e6d-8b76-31178939be1c

خوست کې ناپېژنده کسانو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس پنځه کلنه لمسۍ په مرموز ډول وژلې ده.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني سلام‌وطندار ته تایید کړې چې لمسۍ یې درې ورځې وړاندې تښتول شوې وه او جسد یې بېګاه شپه موندل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

شبیراحمد عثماني ویلي چې ناپېژنده کسانو یې لمسۍ په ډېر مرموز ډول وژلې. د نوموړي په وینا، د لمسۍ جسد یې بېګاه شپه د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالي اړوند وزیانو سیمه کې پیدا کړی دی.

په ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې له چا سره شخصي دښمني نه‌لري او نه پوهېږي چې لمسۍ به یې چا وژلي وي.

ویل کېږي چې د یادې وژل شوې پنځه کلنۍ نجلۍ پلار په دفاع وزارت کې دنده لري. د یادې پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د خوست محلي مسوولانو د یادې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام