په خوست کې د «زرغون افغانستان جام» تر نوم لاندې د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو پای لوبه کې پرون هندوکش سټرایکرز لوبډله بریالۍ شوه چې پامیر لیجینډز لوبډلې ته په درېوو وېکټو ماته ورکړي او د دغه جام اتلولي خپله کړي.

په دغه لوبه کې پامیر لیجینډز لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۳۳ اورونو کې یې هندوکش لوبډلې ته د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هندوکش لوبډلې دغه هدف د لوبې په وروستي اوور کې ترلاسه کړ او پامیر ته یې په درېوو وېکټو ماته ورکړه.

د زرغون افغانستان جام کرېکټ یو ورځنیو سیالیو پای لوبې ته د ا.ا د رییس‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي، د کرېکټ بورډ رییس میرویس اشرف او یو‌شمېر نور لوړپوړي دولتي چارواکي ورغلي وو.

د کرېکټ بورډ رییس میرویس اشرف د پای لوبې مراسمو پرمهال وویل، له کرېکټ سره د خوست د اوسېدونکو د مینې له امله د کرېکټ بورډ ادارې پرېکړه وکړه چې د زرغون افغانستان جام سیالۍ خوست کې وکړي، څو د دغه ولایت اوسېدونکي له نږدې خپل اتلان وویني.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یادې سیالۍ د روانې میلادي میاشتې په اتمه نېټه پیل شوې چې درېوو لوبډلو هندوکش سټرایکرز، پامیر لیجینډز او میوند ساتونکو په‌کې برخه لرله چې پرون پای ته ورسېدې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام