بهر ته د تللیو پخوانیو افغان چارواکو د ستنېدو کمېسیون په کار پیل وکړ

د اسلامي امارت له‌خوا افغانستان ته د  پخوانیو چارواکو د بېرته ستنېدو جوړ شوی کمېسیون نن رسماً کار پیل کړ. دا کمېسیون دنده لري چې د تېر نظام هغه چارواکي او سیاستوال چې بهر ته تللي، وهڅوي څو بېرته افغانستان ته راشي.

د حج لپاره سعودي ته د افغان زیارت کوونکو د لېږد چمتووالی پیل شوی

له تېرو دوو کلونو راهیسې د کورونا ویروس له امله د حج فریضې د ادا کولو په موخه د افغانانو د تلو بهیر درول شوی و، خو اوس د اسلامي امارت مسوولان وايي چې دغه بهیر یې له سره پیل کړی او ټاکل شوې سږکال ۱۳۵۸۲ کسان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

د سلام‌وطندار د راپور له خپرېدو وروسته روزګان کې د «تریاکو چوک» تړل شوی

وروسته له هغې چې سلام‌وطندار د روزګان ولایت مقام ۵۰ مترۍ کې د ترینکوټ ښار په «تریاکو چوک» کې د نشه‌يي توکو د ازاد بازار په اړه يو راپور خپور کړ، اوس د یاد ولایت امنیتي مسوولان وايي چې دغه بازار یې تړلی دی. د روزګان د امنیې قومنداني وياند اغاولي قريشي سلام‌وطندار ته ویلي، د تریاکو دغه بازار یې نن تړلی دی.

کرزی: د مخ پټول حجاب نه دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي امارت له لوري د ټلوېزیونونو پر ښځینه ویاندویانو د تازه محدودیت په غبرګون کې ویلي، اړتیا نشته چې ښځینه ویاندویانې خپل مخونه پټ کړي.

کرزي له سي‌‌ان‌ان خبري شبکې سره د یوې مرکې پرمهال ټينګار کړی چې د مخ پټول حجاب نه دی او نه هم د افغانستان د فرهنګ برخه ده، بلکې د نورو هېوادونو دود چې افغانستان ته رالېږدول شوی دی.

هندوکش سټرایکرز لوبډلې د «زرغون افغانستان جام» د کرېکټ سیالیو اتلولي وګټله

په خوست کې د «زرغون افغانستان جام» تر نوم لاندې د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو پای لوبه کې پرون هندوکش سټرایکرز لوبډله بریالۍ شوه چې پامیر لیجینډز لوبډلې ته په درېوو وېکټو ماته ورکړي او د دغه جام اتلولي خپله کړي.