Asset 1SWN

هېواد کې د افغان ښځو د وضعیت ښه‌والي لپاره د عدالت غوښتنې نړیوالې ناستې بې‌اغېزې دي

اروپایي ټولنې د افغان ښځو د وضیعت ارزونې په موخه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې وه چې نږدې ۶۰ افغان مېرمنو په‌کې په حضوري او انلاین ډول برخه اخیستې وه.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي توماس نیکلسون ویلي، د «افغان مېرمنو رهبرانو» په غونډه کې د افغانستان د مختلفو برخو زړ‌ه‌ورو او فعالو مېرمنو برخه اخیستې وه.

د دې غونډې ګډونواله نرګس نهان دغه ډول غونډې ډيرې ګټورې بللي او پر خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي: «د دغه ډول غونډو په ترسره کېدو سره ژمنې یوو چې د افغان ښځو غږ پورته کړو او د هغوی حقونه بېرته ورکړو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د ښځو  حقونو فعالانې د دغو غونډو پر جوړېدو نیوکې کوي او وایي، د اروپایي ټولنې غونډه چې له هېواد څخه بهر د افغان ښځو په ګډون ترسره شوې، بې‌ځایه او بې‌اغېزه ده.

د ښځو د حقونو فعاله، هایده اکبري وايي، نړیوال د افغان ښځو د بد وضیعت نندارې ته ناست دي او تراوسه یې هېڅ داسې اقدام نه دی کړی چې په هېواد کې د ښځو له وضعیت سره مرسته وکړي.

هغې زیاته کړه: «د افغان ښځو د ستونزو حل لاره په نړیوالو غونډو نه حل کېږي. باید ښځو لپاره مناسبې حل لارې وموندل شي. دا غونډې ښايي د لنډ وخت لپاره ښه وي، خو د اوږدې مودې لپاره مناسبه نه ده.»

افغانستان کې د ښځو د حقونو بله فعاله شیبا روفي بیا پر نړیوالو غږ کوي چې د غونډو او کنفرانسونو پر ځای باید په اسلامي امارت فشار راوړي، څو سرپرست حکومت پر ښځو د بندیزونو لړۍ ودروي.

ومو غوښتل د اروپایي ټولنې د غونډې په اړه د اسلامي امارت نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شوو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د افغان ښځو په اړه په نړیواله کچه غونډې داسې مهال جوړېږي چې پر افغان ښځو د بندیزونو لړۍ ورځ تر بلې ډېرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې امر بالمعروف وزارت په خپل تازه حکم کې ټلویزیونونو ته امر کړی چې ښځينه ویاندویانې باید د خپرونو وړاندې کولو پر مهال مخونه پټ او حجاب وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام