د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس، پرون یوې خبري غونډې ته ویلي، که اسلامي امارت د ښځو او نجونو د حجاب په اړه په خپله وروستۍ پرېکړه بیاکتنه ونه کړي، د دوی له لوري به له سختو فشارونو سره مخ شي.

رویټریز خبري اژانس د نېډ پرایس له قوله ویلي، امریکا به له ګڼ‌شمېر نورو هېوادونو سره په ګډه پر اسلامي امارت د دوی د کړنو له امله سخت فشار راوړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت له تېرو اتو میاشتو راهیسې د ښځو پر هر ډول فعالیت بندیز لګولی او له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو مخه یې نیولې ده.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د تېرې شنبې پر ورځ داسې یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې، ښځې مکلفې دي، څو حجاب مراعت کړي او له اړتیا پرته باید له کورونو څخه را ونه‌‌وځي.

 په ورته مهال په فرمان کې ویل شوي چې که چا له دې فرمان څخه سرغړونه وکړه، د کورنۍ نارینه‌وو ته به یې سزا ورکول کېږي. په یاد فرمان کې «چادري او تور رنګی حجاب» د بېلګې په توګه یاد شوي او ټنیګار پرې شوی چې ښځې باید استفاده ورڅخه وکړي.

په فرمان کې راغلي، هغه ښځې چې په دولتي ادارو کې دندې لري، د حجاب په نه مراعت سره به له دندو ګوښه کړل شي. د اسلامي امارت یاد فرمان له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی چې ډېر شمېر یې د امریکایي چارواکو له لوري وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یاده خبرې غونډه کې ویلي: «مونږ له خپلو نږدې متحدانو او ملګرو هېوادونو سره مشوره کړې چې د اسلامي امارت پر وړاندې به ډېر ژر  اقدامات وکړو او له سختو فشارونو سره به یې مخ کړو، څو پر خپلو پرېکړو او تګ‌لارو له سره کتنه وکړي او هغه څه عملي کړي چې له دوی سرې یې ژمنې کړي دي.»



هغه پر اسلامي امارت د فشار د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د بشرحقونو د وضعیت د څېړلو په برخه کې د ملګرو‌ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنېټ هم ویلي چې اسلامي امارت له دغه ډول فرمان سره غواړي د ښځو پر بشري حقونو، کار، فعالیت، د نجونو پر زده‌کړو، او حتی ژوند بندیز ولګوي. د هغه په خبره، اوس یې وخت را رسېدلی چې نړیواله ټولنه یې پر وړاندې اقدام وکړي.

د ملګرو‌ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرېش هم د یاد فرمان په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې اسلامي امارت باید د بشرحقونو د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې له افغان ښځو سره یې کړې وې.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار هم د یادې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت دغې پرېکړې، «افغان ښځې او نجونې له خپل اختیار پرته، د نارینه‌وو په واک کې ورکړي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغې ټینګار کړی چې د یادې پرېکړې په اړه د نړیوالو چوپتیا به د نړۍ په هره برخه کې د ښځو پر ژوند اغېزه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام