د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په کابل ښار او اړوند سیمو کې تفریحي پارکونو ته پر یوه وخت د ښځو او نارینه‌وو پر ورتګ بندیز اعلان کړ او پارکونو ته د ښځو او نارینوو د ورتګ لپاره یې ځانګړی مهالوېش ټاکلی دی.

د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ښځې باید پارکونو ته د ورتګ پرمهال شرعي حجاب مراعت کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نن یکشنبه په یوې خبرپاڼه کې یکشنبه، دوشنبه او سې‌شنبې ورځې د ښځو لپاره ټاکلي او چهارشنبه، پنجشنبه، جمعې او شنبې ورځې یې د نارینو لپاره ټاکلي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ښځو پر ورځ پارکونو ته د نارینوو ورتګ  ته اجازه نه‌شته.

بل‌خوا امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اسلامي امارت له سرتیرو څخه غوښتي چې له پوځي یونیفورم او وسلو سره باید پارکونو ته ولاړ نشي.

وزارت ټینګار کړی که چېرې د اسلامي امارت سرتیري له پوځي وسایلو او یونیفورم سره پارکونو ته لاړ شي، د پارکونو د مالکانو او مسوولانو سره به جدي چلند وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یاد وزارت همدارنګه د پغمان درې، شکردرې، استالیف او نورو سیمو ته د تفریح لپاره له تلوونکو کورنیو څخه غوښتي چې په یادو ځایونو کې شرعي حجاب مراعت کړي او له پردیو خلکو څخه ځانونه وساتي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام