د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت یوه اعلامیه کې د دولتي ادارو ښځینه کارکوونکو ته توصیه کړې، چې یا خو دې شرعي حجاب ولري او یا له دندو لرې کیږي.

د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر تېره ورځ (دوشنبه د کب په دویمه) خبریالانو ته یوه اعلامیه استولې او د دغې موضوع یادونه په کې شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د اعلامیې پر اساس، د عدلیې، اوبو او برېښنا او د کلیو او پراختیا وزارتونو د ملکي خدماتو کارکوونکو ته یې توصیه‌لیک استولی دی. دغه توصیه‌لیک کې ویل شوي چې ټولو دولتي ادارو کې ښځې باید شرعي حجاب مراعت کړي، کنه‌نو له خپلو دندو لرې کیږي.

عاکف مهاجر ویلي، دولتي ادارو کې ټول نارینه کارکوونکي باید ږیره پرېږدي او لمونځونه هم جماعت کې ادا کړي. هغه همدارنګه ویلي چې د ښځو او نارینه‌وو کاري دفترونه باید جدا شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د توصیې‌لیک پر بنسټ، کم‌عمره او ږیره نه‌لرونکي کسان دولتي ادارو کې د کار کولو حق نه لري او ادارو ته د بې‌حجابه ښځو ننوتل منعه دي.

د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت تر دې مخکې هم د ښځو پر ګرځېدو محدودیت لګولی وو، له هغوی یې غوښتي وو چې اسلامي حجاب مراعت کړي او د ښاري موټرو چلونکو ته یې سپارښتنه کړې وه هغه ښځې چې حجاب نه مراعتوي موټرو ته پورته نه کړي. د دغه وزارت ویاند ځینو رسنیو ته ویلي چې چادري یا برقع او عربي حجاب یې د ښځو لپاره معرفي کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام