د ښځو د حجاب په اړه د اسلامي امارت وروستي فرمان د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو او نجونو زده‌کوونکو ترمنځ وېره او اندېښنه ډېره کړې ده.

د اسلامي امارت د دغه فرمان په یوې برخه کې راغلي، که چېرته د دولتي ادارو ښځینه کارکوونکې حجاب مراعات نه کړي، له دندو به ګوښه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو‌شمېر ښځینه کارکوونکې وايي، که څه هم په سمه توګه حجاب مراعاتوي، خو د اسلامي امارت د ځواکونو او د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت محتسبانو له چلن څخه وېره لري.

دوی ټينګار کوي چې د دغو محدودیتونو دوام به یې کاري بهیر له ستونزو سره مخ کړي او پر روحیې به یې منفي اغېز وکړي.

د یوې دولتي ادارې کارکوونکې دیبا فرامرز سلام‌وطندار ته وویل: «دا یوه اندېښنه ده چې له روحي او رواني اړخه موږ ارام ته نه پرېږدي. زموږ پر کار یې منفي اغېز کړی او نشو کولای، هغه کار چې له کور څخه بهر وي، په سمه توګه یې ترسره کړو.»



بل‌خوا یو‌شمېر نجونې زده‌کوونکې هم وايي چې د حجاب جبري کېدل، پر دوی منفي اغېز کړی او پر دې باوري شوي چې اسلامي امارت افغانستان کې د ښځو حقونو ورکړې او درناوي ته ژمنتیا نه لري.

دوی همداراز زیاتوي چې اسلامي امارت په دې هڅه کې دی، څو ښځې په کور کېنوي او له کور څخه د باندې یې د فعالیت او پرمختګ مخه ونیسي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د سیاست له ډګر څخه د ښځو لرې کول، له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکې له ښوونځي راګرځول، دولتي ادارو کې د ښځو پر کار محدودیت، له محرم پرته د نجونو او ښځو پر سفر بندیز او په تازه‌ګۍ سره د حجاب جبرې کول، هغه محدودیتونه دي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته پر ښځو تحمیل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام