د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د ښځو د حجاب په اړه تازه فرمان صادر کړی او ویلي چې له دې ورسته ټولې مېرمنې باید اسلامي حجاب مراعت کړي. په دغه فرمان کې راغلي،  په هره جامه چې بدن پټ کړای شي هغه حجاب دی، خو په هغه شرط چې نازک او تنګ نوي.

د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت ویلي د ښځو لپاره چادري د شرعي حجاب «بهترین» ډول دی. خو زیاته کړې چې د حجاب په نوم مروجه تور رنګه جامه او څادر هم شرعي حجاب دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه وزارت زیاته کړې، هغه مېرمنې چې شرعي حجاب نه رعایتوي د کورنیو مشرانو ته به یې د مېرمنو د حجاب رعایتولو توصیه وشي.

په دغه حکم کې ویل شوي:« د بې حجابه مېرمنې دې په لومړي ځل کور په نښه کړل شي د هغې ولي ته دې توصیه وشي او تنبیه دې کړل شي.په دویم ځل دې ولي اړوند ریاست ته احضار کړل شي. په دریم ځل دې ولي درې ورځې حبس کړل شي. په څلورم ځل دې ولي محاکمو ته وسپارل شي ترڅو په مناسبه سزا محکوم کړل شي.»

په دغه حکم کې ویل شوي هغه مېرمنې چې په دولتي بنسټونو کې کار کوي او حجاب نه مراعتوي له دندې شړل کېږي.

د دغه امر له مخې د ښځو د حجاب ارزولو لپاره د امر بالمعروف وزارت د سرپرست په مشرۍ یو جپګوړی اووه کسیز پلاوی هم ټاکل شوی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پر افغانستان د اسلامي امارت په واکمنېدو سره پر ښځو زیات محدودیتونه لګول شوي دي. د روغتیا او تدریس پرته نور په دولتي ادارو کې د کار اجازه نه لري او له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم تړلي پاتې دي.

له محرم پرته د ښځو پر سفر بندیز او دغه‌راز په ځینو ولایتونو کې د رسنیو له لارې د ښځو غږ او تصویر نه خپرېدل د اسلامي امارت له نورو بندیزونو څخه وو چې تر دط مخکې پر دوی لګول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام