د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د کارپوهانو  یوې ډلې ویلي چې د اسلامي امارت مشران د ښځو او نجونو پر وړاندې په پراخه توګه د تاوتریخوالي او جنسیتي تبعیض د بنسټیز‌ه‌کېدو هڅې پیل کړي دي.

دوی په ټولنه کې د ښځو د فعالیت او حضور په اړه د سختو محدودیتونو لګول«په ټولییزه توګه ښځو او نجونو ته د سزا» ورکولو په معني بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغو کارپوهانو په هغه رپوټ کې چې د بشر حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري خپور شوی دی، په افغانستان کې د وروستیو څو میاشتو په ترڅ کې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د ښځو د محرومیت لپاره د سیستماتیکو هڅو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په رپوټ کې د ښځو پر زده‌کړو او کار کولو محدودیت لګول، له کور څخه د باندې یوازې له محرم سره د ښځو او نجونو وتل او همداراز د ښځو د حجاب په اړه سخت مقررات لګول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د دوی د محرومیت ښکاره بېلګې بللې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان ټينګار کوي چې د محدودیتونو لګول، د خپل ژوند اړتیا پوره کولو لپاره د ښځو پر وړتیا اغېز کوي او په ځانګړې توګه هغه ښځې او نجونې چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډودۍ راوړونکي دي، هغوی د لوږې او بې‌وزلۍ لور ته بیايي.

دوی ویلي چې د مخکیني حکومت په دولتي ادارو کې د بشرحقونو ملاتړ کوونکو مېرمنو، قاضیانو او څارنوالانو، د مدني ټولنې او په نظامي برخه کې ښځو کار کاوه چې د دوی ترڅنګ ښځینه خبریالانې هم له ګواښ سره مخ وې چې له دې ډلې یوشمېر اړ شوي چې هېواد پرېږدي.

په ورته مهال په دغه رپوټ کې اندېښنه ښودل شوې، هغه بنسټونه او ادارې چې له تاوتریخوالي سره د مخ شویو ښځو ساتنه او ملاتړ به یې کاوه، اوس تړل شوي دي.

 د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې اړمنو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او لږکیو ته د بېړنیو بشري مرستو د رسولو زمینه برابره کړي. دوی همداراز له نړیوالې ټولنه وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د دوامداره تاوتریخوالي عاملانو ته د ځواب ورکړي او د اسلامي امارت پر مسوولان هم فشار راوړي، څو د ښځو پر بنسټیزو حقونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامی امارت چاروامو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو دوی تل ټينګار کړی چې پر ښځو او نجونو هېڅ بندیز نه دی لګول شوی او دوی د اسلامي امارت شریعت په چوکاټ کې د ښځو د کار کولو او زده‌کړو حقونو ته ژمن دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام