Asset 1SWN

د نړیوالو سازمانونو د فعالیتونو ځنډېدل به د هېواد پر اقتصاد اغېز وکړي

afghanistan-women-employment-january-15-2022-reuters-001

وروسته له هغې چې اسلامي امارت داخلي او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، یوشمېر دغو بهرنیو موسسو افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

دغو بنسټونو چې تر ډېره یې اړمنو ته د مرستو رسولو برخه کې فعالیت کاوه، د بې‌وزله افغانانو د لاسنیوي برخه کې یې مهم رول درلود.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د دغو سازمانونو د فعالیت ځنډېدل، سره له دې چې نږدې ۱۲۰۰۰ کارکوونکي یې بې‌برخلیکه شوي، هغو اړمنو کسانو ته د لاسرسي بهیر چې د دغو سازمانونو تر پوښښ لاندې وو، هم یوه نامعلوم وضعیت سره مخ دي.

بل‌خوا د چارو شنونکي وايي، افغانستان کې د نړیوالو مرسته‌ رسوونکو سازمانونو د فعالیتونو ځنډېدل به هېواد کې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا کچه نوره هم پراخه کړي او اقتصادي ناورین به لاپسې ژور کړي.

د سیمه‌ییزو مطالعاتو څېړونکی مظاهر رییس‌زاده وايي: «کله چې داسې مرسته کوونکي دفترونه نه وي، افغانستان کې نور د بې‌وزلۍ، وزګارتیا او اړمنو د وضعیت په اړه شمېرې هم نه وي او دا چاره د افغانستان لپاره ناورین او ګواښونکې ده.»

په ورته مهال افغانستان کې د بشري حقونو د سازمانونو فعالیت ځنډولو پرېکړې، د ماشومانو او اړمنو وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

د ماشومانو د حقونو فعالانو عبدالوحید فروتن وویل: «اوس ۱۴ میلیونه ماشومان له جدي ګواښ سره مخ دي چې څه باندې دوه میلیونه یې له خوارځواکۍ کړېږي، یو میلیون یې سرپناه نه‌لري او همداراز ماشومان درانه کارونه کوي او له زده‌کړو محروم وي، د همدې لپاره د ماشومانو د ملاتړې ادارې او صندوق فعالیتونه افغانستان کې اړین دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته وخت کې د ملګروملتونو د امنیت شورا هم خبرداری ورکړی چې کار څخه د ښځو محرومولو پرېکړه، افغانستان کې د ملګروملتونو پر ماموریت اغېز کولی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام