Asset 1SWN

د خوړو او درملو اداره خلکو ته: ناسالم خواړه مه خورئ، پر ناروغیو اخته کېږئ

خواړه

د خوړو او درملو ادارې مسوولانو نن چهارشنبه په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د خوړو د خوندیتوب نه موجودیت لا هم په افغانستان کې یوه جدي ننګونه ده.

د خوړو او درملو ادارې سرپرست عبدالباري عمر وايي، اوس په افغانستان کې درې میلیون ماشومان او نږدې یو میلیون ښځې پر خوارځواکۍ اخته دي چې تر ټولو مهم لامل یې په هېواد کې د خوړو نه خوندیتوب دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته وخت کې د خوړو او درملو ادارې د کیفیت د تضمین ریاست سرپرست فهیم منصور وايي، د بې‌کیفیته خوړو کارول لامل شوي چې هېوادوال پر نس‌ناستې، سرطان او ځینو نور ناروغیو اخته شي.

هغه له خلکو غواړي چې پر بېلابېلو ناروغیو د اخته کېدو مخنیوي لپاره باکیفیته خواړه وکاروي. نوموړی زیاتوي: «خلک چې کله په هټۍ کې څه اخلي، تاریخ دې یې وګوري او څه چې پېري، که بې‌کیفیته وي، له ورایه بدل شوي وي.»

د خوړو او درملو ادارې مسوولان وايي، دغې ادارې د سالمو خوړو د تثبیت لپاره په کابل او څو نورو ولایتونو کې شپږ لابراتوارونه جوړ کړي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا WHO تېره میاشت ویلي و چې افغانستان د ناسالمو خوړو د کارېدو له کبله په نړۍ کې اتم ځای لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام