شنونکي: هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان په اړه واحده تګلاره ولري

د ځینو راپورونو له مخې، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغېزستان نن چهارشنبه د دلوې میاشتې په ۲۵ مه نېټه د قرغېزستان په پلازمېنې بشکیک کې د افغانستان په اړه غونډه لري.
ځینو رسنیو د قرغېزستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې دې غونډې ته د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی ټوماس نېکولسن او د ملګرو ملتونو استازي هم ور بلل شوي دي.

اوچا: افغانستان د سوېلي اسیا لومړی او د نړۍ دویم هېواد دی چې ډېر کورني بې‌ځایه شوي لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې افغانستان په سوېلي اسیا کې د کورنیو بې‌ځایه شویو له اړخه لومړی او په نړۍ کې دویم هېواد دی.
د دغه راپور په یوه برخه کې لیکل شوي چې اوس د هرو اوو افغانانو له ډلې یو یې په کور دننه بې‌ځایه شوی او په ټول هېواد کې یې شمېر ۶،۳ میلیونه کسانو ته رسېږي.

د خوړو او درملو اداره خلکو ته: ناسالم خواړه مه خورئ، پر ناروغیو اخته کېږئ

د خوړو او درملو ادارې مسوولانو نن چهارشنبه په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د خوړو د خوندیتوب نه موجودیت لا هم په افغانستان کې یوه جدي ننګونه ده.
د خوړو او درملو ادارې سرپرست عبدالباري عمر وايي، اوس په افغانستان کې درې میلیون ماشومان او نږدې یو میلیون ښځې پر خوارځواکۍ اخته دي چې تر ټولو مهم لامل یې په هېواد کې د خوړو نه خوندیتوب دی.

له افغانستانه د پخواني شوروي د اېستلو ۳۵مه کلیزه؛ «افغانستان لا هم تلپاتې ثبات ته نه‌دی رسېدلی»

له ۱۳۵۸ کال وروسته په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د کلونو خونړۍ جګړې لامل شوې چې افغانستان ټوټه ټوټه شي او د معلوماتو له مخې، د دغو جګړو په پایله کې تر یو میلیون ډېر افغانان او د شوروي ۱۴ پوځیان ووژل شول او میلیونونه نور افغانان په‌کې ټپیان شول. خو شنونکي وايي، افغانستان له خپل تېر څخه درس نه‌دی اخیستی او لا هم تلپاتې ثبات ته نه‌دی رسېدلی.

خوست کې د ډله‌ييز قبر موندل کېدل؛ د تري‌تم شویو کسانو د کورنۍ غړي عدالت غواړي

له هغه وروسته چې په خوست کې یو ډله‌ييز قبر کې له ۱۰۰ څخه ډېر مړي په‌کې وموندل شول، یوشمېر خوستوال چې د کورنۍ غړي یې پخوا تري‌تم شوي، له نړیوالو ادارو د پلټنو او عدالت غوښتنه کوي.

د خوست ولایتي مسوولان وایي، وړمه ورځ یې د دغه ولایت په مرکز کې شیخ زاید پوهنتون ته نږدې د یوه چېک‌ډیم د جوړېدو پر مهال په یوه ډله‌ييز قبر کې سل جسدونه موندلي او نن یې په یوه بله سیمه کې خاورو ته سپارلي دي.