Asset 1SWN

اوچا: افغانستان د سوېلي اسیا لومړی او د نړۍ دویم هېواد دی چې ډېر کورني بې‌ځایه شوي لري

بیجاشده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې افغانستان په سوېلي اسیا کې د کورنیو بې‌ځایه شویو له اړخه لومړی او په نړۍ کې دویم هېواد دی. د دغه راپور په یوه برخه کې لیکل شوي چې اوس د هرو اوو افغانانو له ډلې یو یې په کور دننه بې‌ځایه شوی او په ټول هېواد کې یې شمېر ۶،۳ میلیونه کسانو ته رسېږي.

اوچا زیاته کړې: «په هرو اوو افغانانو کې یو بې‌ځایه شوی چې ډېری یې له خپلو کورونو څخه وتلي دي. دغه شمېر په سوېلي اسیا کې د کورنیو بې‌ځایه شویو تر ټولو لوی او په نړۍ کې دویم ځای لري. اوږدمهاله وچکالي، کړکېچن شرایط، بې‌وزلي، طبیعي پېښې او د اقلیم بدلون د افغان ټولنې د خوندیتوب او هوساینې پر وړاندې ستونزې دي چې په کور دننه د بې‌ځایه کېدو اصلي لامل بلل کېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اوچا وړاندوینه کړې چې په ۲۰۲۴ کال به هم ۱.۴ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راوګرځول شي.

په ورته وخت کې یوشمېر کورني بې‌ځایه شوي هم له خپلو اصلي مېنو څخه د بې‌ځایه کېدو اصلي لامل وچکالي او ځینې نورې طبیعي پېښې بولي.

د هلمند له دوو بېلابېلو سیمو څخه بې‌ځایه صالح‌محمد او ګل‌محمد وايي، د ښه ژوند لرلو لپاره یې بل ځای ته کډه کړې، خو لا هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. دغه کورني بې‌ځایه شوي له دولت څخه غواړي چې د ستونزو د حل برخه کې ورسره همکاري وکړي. دوی زیاتوي:

«د واشیر ولسوالي په پولاد سیمه کې وو. مخکې هلته اوبه وې، کرنې او باغونو مو ښه حاصلات ورکول، خو اوبه وچې شوې، هر څه مو له لاسه ورکړل. اوس بلې سیمې ته راغلي یوو، کاروبار نشته، اوس هم ژوند سخت دی.»

«د نوزاد ولسوالي اوسېدونکی یم. درې څلور میاشتې کېږي چې د لښکرګاه ښار ته راغلي یوو. هلته مو ځمکې وچې شوې، کاروبار نشته، کاروبار نشته، ژوند سخت دی.»

بله‌خوا عبدالرحمان چې له پاکستان څخه راستون شوی، له ناوړه وضعیت او د ژوند امکاناتو نه لرلو څخه سر ټکوي. هغه زیاتوي: «ژوند ډېر سخت دی. هېڅ کار نشته، اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی. د ناروغانو درملنه نه کېږي، اسانتیاوې نشته، له حده زیاته مجبوري ده.»

خو د کډ‌والو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، افغانستان اوس دوه میلیونه کورني بې‌ځایه شوي لري. د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني سلام‌وطندار ته ویلي چې د کورنیو بې‌ځایه شویو او له بهر څخه د بېرته راستانه شویو وضعیت ته د رسېدو لپاره هڅې روانې دي.

نوموړی زیاتوي: «نږدې درې میلیونه کسان بې‌ځایه شوي او په وروستیو دوو کلونو کې یو میلیون کسان بېرته خپلو مېنو ته تللي او دوه میلیونه پاتې چې نږدې درې لکه او ۸۰۰۰۰ کورنۍ دي. وچکالي، طبیعي او نورې پېښې یې لاملونه دي. په هر ولایت کې کورني بې‌ځایه شوي لرو، ډېری یې کابل ته را بې‌ځایه شوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

حقاني ټینګار کوي چې په دې وروستیو درېوو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه هم ۹۰۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته اېستل شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په خپل راپور کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې وچکالي څلورم کال ته دننه شوې او د روان وضعیت دوام به د لا ډېرو کورنیو د بې‌ځایه کېدو لامل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام