په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په دې وروستیو کې ویلي چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل، د نړیوالې ټولنې پرېکړې او همغږۍ پورې تړلي دي.

د احمد خان په وینا، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د سیمې د هېوادونو هوکړه مهمه مسله ده چې د دغه هېوادونو دریځ د اسلامي امارت لپاره مهم ګڼل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو یو‌شمېر شنونکي په افغانستان کې د پاکستان د سفیر وروستیو څرګندونو په اړه وايي چې دغه هېواد د اسلامي امارت پر وړاندې دوه ګونې ډیپلوماسي پرمخ وړي.

د سیاسي چارو شنونکی جواد حسیني سلام‌وطندار ته وايي، پاکستاني چارواکي د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې پر ځای د خپلو ګټو په لټه کې دي، په داسې حال کې چې دوی ته د اسلامي امارت وضعیت چندان ارزښت نه لري.

نوموړي وویل: «پاکستان د اسلامي امارت پر وړاندې دوه ګونی چلن لري، ځينې ټینګار کوي چې هرڅه ژر باید اسلامي امارت سره ټولو برخو کې په ځانګړې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو په برخه کې همکاري وکړي.»

په ورته مهال د چارو یو بل شنونکی مصطفی علي‌زاده په دې باور دی چې پاکستان د لابي‌ګرۍ په هڅه کې دی او کوښښ کوي چې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې په راضي ساتلو سره هم‌مهاله، خپلو له وړاندې ټاکل شویو موخو ته ورسېږي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «پاکستان هیله مند دی چې افغانستان به په نړیوال نظام کې وکولی شي، چې د ملګروملتونو څوکۍ ترلاسه کړي او خپل پخواني سیال هند ته ماته ورکړي او له دې لارې د پاکستان دولت هم تر کنټرول لاندې راولي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان حاکم نظام په توګه د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل، هېواد او بهر کې له مهمو مسایلو څخه دي. یو‌شمېر هېوادونو هم د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي، خو تراوسه معلومه نه ده چې طالبان دغه کار ته د رسېدو لپاره کوم اقدامات تر لاس لاندې لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام