ټاکل شوې ملګري ملتونه ا.ا سره د تعامل څرنګوالي په اړه خپله دوه ورځنۍ غونډه سبا دوشنبه د غويي ۱۱مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل کړي.

دغه غونډه چې د ا.ا له استازي پرته د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش او د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړیو استازیو په حضور کې د تړلو دروازو ترشا جوړېږي، بېلابېل غبرګونونه راپورته کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې غونډې د جوړېدو پر وړاندې غبرګونونه وروسته له هغې زیات شول چې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد وویل، ښايي دغه غونډه کې د ا.ا د رسمیت پېژندو په اړه بحث وشي.

یوشمېر معترضو ښځو تېره ورځ کابل کې د یوه لاریون پر مهال د دوحې غونډه کې د ا.ا په رسمیت پېژندو په اړه بحث سره مخالفت څرګند کړ.

له معترضو ښځو څخه شمایل توانا سلام‌وطندار ته وویل: «اوس موږ وینو چې ملګري ملتونه ا.ا سره د تعامل روحیه غوره کړې، هره ورځ ناستو کې د ا.ا د رسمیت پېژندنې خبرې کېږي. د امنه محمد خبرې او د دوحې ناستې معترضې ښځې اندېښمنې کړې دي.»

د معترضو ښځو ترڅنګ، ځینو سیاسي څېرو، د بشري حقونو او د ښځو حقونو فعالانو هم د دوحې غونډې جوړېدو او د افغانستان د اوسني وضعیت عادي کولو پر وړاندې اعتراض کړی دی.

د افغانستان د مخکیني حکومت د بشري حقونو کمېسیون یوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې هېوادونه باید د افغانستان اوسني حکومت سره تعامل څخه ډډه وکړي.

خو ملګروملتونو ټینګار کړی چې د دوحې غونډې په ترسره کولو هڅه کوي چې نړۍ څخه اسلامي امارت ته یو واحد پیغام ورسوي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نورالرحمان ثاقب د دوحې غونډه کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندو بحث په اړه سلام‌وطندار ته وویل: «د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع د مېز پر سر ده او امریکا غواړي دا موضوع وروستۍ شي. د قطر ناسته په دې دلالت کوي چې د ا.ا د رسمیت پېژندنې برخه کې د امریکا هدف روښانه شوی.»

په ورته وخت کې د چارو ځینې نور شنونکي په دې باور دي، تر هغه چې اسلامي امارت د بشري حقونو په برخه کې د نړیوالو شرطونه رعایت نه کړي، د نړیوالو له لوري به په رسمیت ونه پېژندل شي.

د سیاسي مسایلو کارپوه طارق فرهادي په دې اړه وویل: «د دوحې ناستې به پایلې ونه‌لري او د امنیت شورا په څېر به یوه خبرپاڼه خپره کړي، ځکه هغه هېوادونه چې امنیت شورا کې غړیتوب لري، دلته هم حضور لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې افغانستان کې د ملګروملتونو دفترونو کې پر ښځینه کارکوونکو له بندیز وروسته، ملګري ملتونه د دوحې غوندې په جوړولو سره د بشري مرستو د دوام پر لارو چارو د بیا کتنې په لټه کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام