Asset 1SWN

ضمیر کابلوف او حنا رباني کهر اسلام‌اباد کې پر افغانستان غږېدلي

ZAMIR-AND-KAHR-q18dvjmtfq6fe6zbbzmrl96gl9pcwv1n0eoa3e7oug

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، یاده لیدنه کې د سیمې د سولې او امنیت د اړوندو موضوعاتو د ارزونې تر څنګ، د دواړو ترمنځ هراړخیز بحث هم شوی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې حنا رباني کهر ټینګار کړی چې سوله‌يیز ګاونډیتوب لا هم د پاکستان لپاره سټراټيژیکه اړتیا ده او په خبره یې، افغانستان خپل ځای ته په کتو د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ یو پُل دی او بنسټیز رول لري.

هغې په دې برخه کې د سیمې له نورو هېوادونو سره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. نوموړې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان کې بېړنۍ بشري اړتیاوې پوره کړي او د دغه هېواد د تلپاتې ثبات او پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره هم لیدلي دي. دواړو لوریو هوکړه کړې چې د سیمې د سولې ټینګښت، ثبات او اقتصادي پرمختیا لپاره خپلې ګډې همکارۍ ته دوام ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام