د افغانستان سوړ ژمی؛ ۱۶۶ کسان مړه شوي او ۸۰ زره څاروي له منځه تللي

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د سږني ژمي سړې هوا، سېلابونو او ګازو له کبله په هېواد کې ۱۶۶ کسان مړه شوي او ۸۰ زره څاروي هم له منځه تللي دي. په همدې حال کې د غور یو اوسېدونکی عبدالظاهر وایي، همدا تېره اوونۍ یې یو ماشوم د سړې هوا له امله مړ شوی دی.

ضمیر کابلوف او حنا رباني کهر اسلام‌اباد کې پر افغانستان غږېدلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

کابل کې د مسي لوښو ۹۰ سلنه جوړوونکو خپل کسب پریښی

که څه هم د کابل د «میوند جادې» اړوند د مسي لوښو کوڅه کې پخوا د مسي لوښو جوړونکو ګڼې هټۍ موجودې وې، خو اوس په یاده کوڅه یوازې د ګوتې په شمېر هټیو کې لوښې جوړېږي.

د مسي لوښو ځینې هغه جوړونکي چې لا هم دغه کوڅه کې د لوښو پر جوړلو بوخت دي، وايي چې څه باندې ۹۰سلنه مسګرانو خپل کسب پرېښی دی.

د ملګروملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته کوي

د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا جمعه د سلواغې اوومه د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته جوړه کړي. دغه وزارت زیاته کړې
چې یاده ناسته د فرانسې، جاپان او عربي متحده اماراتو د هېوادونو په غوښتنه سبا ترسره کېږي.