د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د روزګان ګېزاب ولسوالي کې د واورو ورښت او لارو بندېدو له کبله ماشومان د پولیو ضد واکسین کمپاین څخه پاتې شول.
د عامې روغتیا وزارت د پولیو څانګې رییس نېکوليشاه مومند سلاموطندار ته وايي، د ګېزاب او یوشمېر نورو لرو پرتو ولسوالیو ماشومانو د لارو بندېدو له امله د ګوزنډ ضد واکسین ترلاسه نشو کړای.
د روزګان د عامې روغتیا ریاست د پولیو څانګې مسوول بختمحمد وايي: «روزګان کې د پولیو ضد واکسین له ګېزاب ولسوالي پرته په نورو ټولو ولسوالي کې پلی کېږي او ټاکل شوې چې دې پړاو کې ۲۴۵زره ماشومان واکسین شي.»
بلخوا د روزګان یوشمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې د ښځینه واکسیناتورانو نشتون، د پولیو ضد واکسین د پلي کېدو پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده.
دوی له اسلامي امارت غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي. د روزګان اوسېدونکي اسدالله وویل: «که په ټیمونو کې ښځې شاملې شي. ښه کار به وشي او موږ تر خپلې وسې ورسره همکاري کوو.»
د پولیو یا ګوزنډ ضد واکسین د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د سلواغې درېیمه په ۱۶ ولایتونو کې پیل شو چې نن پای ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي و چې دې کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره څه باندې پنځه میلیونه ماشومان واکسین ترلاسه کړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ تېر کال د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین په پلي کېدو سره د یادې ناروغۍ پېښې راکمې کړي او ۲۰۲۲ کال کې یوازې په پکتیکا او کونړ کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه چې د ماشومانو د ګوزنډ یا پولیو ناروغۍ پهکې تراوسه په بشپړه توګه لهمنځه نه ده تللې.