Asset 1SWN

روزګان کې یوه کس خپله مېرمن وژلې

تصوير

د روزګان ولایت مسوولان وايي چې یوه کس د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کې خپله مېرمن په مرمۍ وژلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روزګان د والي ویاند احسان‌الله حماس سلام‌وطندار ته وويل چې د محمدنسيم په نوم دغه کس تېره ورځ خپله مېرمن وژلې ده.

هغه وايي، پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله شوې ده او په وینا یې، د قاتل د نيولو لپاره یې هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وايي چې ياد کس څلور مياشتې مخکې له دغې ښځې سره واده کړی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي، وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له کبله ورته پېښې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام