د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه کس نن سهار په دغه ښار کې خپله مېرمن وژلې ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د پلخمري ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په «بمبه» سیمه کې شوې ده. سرچینې وايي چې وژل شوې مېرمنه امینداوره وه او دوه کوچني ماشومان هم ترې پاتې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بغلان ولایت مسوولان هم د پېښې پخلی کوي او وايي چې قاتل د خپلې مېرمنې له وژلو وروسته ځان امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړی او په وینا یې، اوس ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې یوه بل کس هم د پلخمري ښار په «پلنګ» سیمه کې هم د کورني تاوتریخوالي له کبله خپله مېرمن وژلې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام